ابراهیم ځدران: په اشارو مې د راشد خان له مشورو مننه وکړه

ابراهیم ځدران د انګلستان لوبډلې پر وړاندې د ۱۷۷ منډو له پوره کیدو وروسته دا شاره راشد خان د مننه په پار کړې وه

د افغان کرکټ د ملي لوبډلې وتلی لوبغاړی راشد خان وايي، “د کرکټ په لس کلن مزل کې يې د ابراهیم ځدران د تیرې ورځې لوبه تر ټولو په زړه پورې لوبه وه”.

په هغه ویډيو کې چې افغان کرکټ بورډ د پنجشنبې په ورځ پر خپلې فېسبوک پاڼې خپره کړې ابراهیم ځدران او راشد خان له انګلستان سره د افغان کرکټ لوبډلې د لوبې تکرار ګوري او راشد خان ابراهیم ځدران ته وايي، “د هغه کیچ تمه چې ما درلوده تا ونیوه”.

2f47121e ec26 481a b8eb 41bbdaced624 w1597 n r1 s s ابراهیم ځدران: په اشارو مې د راشد خان له مشورو مننه وکړه

په دې ویډيو ابراهیم ځدران د خپل هغوو اشارو په اړه هم توضیحات ورکړي، چې د ۱۷۷ منډو له پوره کیدو وروسته يې په میدان کې کړې وې.

ابراهیم ځدران وايي، په هغوو حرکتونو چې لاس يې د خبرو او مننې په شکل نیولي و، له راشد خانه يې مننه کوله.

د چهارشنبې په ورځ افغانستان له انګلستان د چمپینز ټرافي لوبو په لړ کې د لاهور په قذافي لوبغالي کې له هیجانه ډ‌که لوبه لره چې افغان لوبډلې د وروستي اور په پنځه بال د انګستان د ټولو لوبغاړو په سوځولو سره لوبه وګټله.

په دې لوبه کې افغان لوبډلې د پنځو ویکټو په تاوان ۳۲۶ منډې وکړي چې ۱۷۷ يې ابراهیم ځدران کړې وې.

سبا جمعه افغانستان په دې جام خپله دریمه لوبه له استرالیا سره کوي.

دا لوبه د افغانستان په وخت د ماسپښین په یوه نیمه بجه پیلږي.

About یاران سپورت 7 Articles
ياران سپورت د یاران د هغو داوطلبو سپورتي خبریالانو ډله ده چې د یاران لپاره د سپورت او لوبو په ځانګړې توګه د کرکټ او د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د لوبو په اړه خبرونه او معلومات چمتوي کوي.