
د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت د یوې لایحې په تصویبولو سره اعلان کړی، چې د کميس او پرتوګ اغوستل او د خولۍ او لونګۍ په سرول د یونیفورم په توګه په ټولو دولتي او خصوصي ښوونځیو کې د تطبیق وړ دي.
زده کوونکي او ښوونکي څه وايي؟
مزمل، چې په ننګرهار ولایت یو زده کوونکی دی، د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت له خوا د نوي یونیفورم د خبر په اورېدو انتقاد کوي او وايي، د دې ډول پرېکړو پر ځای باید د کتابونو او درسي موادو برابرولو ته پاملرنه وشي.
د هغه په ټکو، “زموږ غوښتنه له حکومته دا ده چې پر یونیفورم د تمرکز پر ځای باید موږ ته درسي مواد برابر کړي، ځکه زده کوونکي ان یو کتاب هم نه لري. زموږ د کورنیو اقتصاد ښه نه دی، باید د درسي موادو برابرولو او مسلکي ښوونکو ته پاملرنه وشي.”
مرتضی چې د کابل ښار د یو ښوونځي د اتم ټولګي زده کوونکی دی، هم د طالبانو دې اقدام اندېښمن کړی وايي، ممکن دا پرېکړه یې ښوونځي سره لیوالتیا کمه کړي.
مرتضی وایي، “موږ تل له پتلون او کمیس سره ښوونځي ته تللي یو او دې یونیفورم سره عادت شوي یو. موږ نشو کولی کميس، پرتوګ او لونګۍ سره ټولګي ته ولاړ شو او درس ووایو. دا اقدام ښايي زموږ لیوالتیا ښوونځي سره کمه کړي.”
د ننګرهار یو ښوونکی چې نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي وايي،
“که چېرې یو استاد له دې کاليو سره ټولګي ته راشي او زده کوونکو ته تدریس وکړي، ایا دا به د زده کوونکو پر ذهن منفي تاثیر ونه لري؟ نو باید داسې یونیفورم انتخاب شي چې مثبت تاثیر ولري، نه منفي. بله دا چې باید په دې اړه له ښوونکو او زده کوونکو سره مشوره شوې وای او نظرونه یې اخیستل شوي وای.”
د یونیفورم لایحه څه وايي؟
د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت د نوي یونیفورم په اړه یوه لایحه تصویب کړې، چې د طالبانو د مشر ملا هبتالله اخندزاده له خوا منظور شوې او د دولتي او خصوصي ښوونځیو پر ښوونکو او زده کوونکو یې د تطبیق ټینګار شوی.
د دې لایحې له مخې، د طالبانو حکومت د نارینه زده کوونکو او ښوونکو لپاره یو نوی یونیفورم معرفي کړی، چې دوی یې د کميس او پرتوګ په اغوستلو او د خولۍ او لونګۍ په پسرولو مکلف کړي.
هغه زده کوونکي چې له دې لایحې سرغړونه وکړي، لومړی به ورته توصیه وشي، او که بیا هم سرغړونه تکرار کړي، نو د کورنۍ د غړو په حضور کې به ترې تعهد واخیستل شي.
د لومړي ټولګي څخه تر نهم ټولګي پورې د دولتي ښوونځیو زده کوونکي باید اسماني رنګه کميس او پرتوګ واغوندي او ورسره سپينه خولۍ په سر کړي. د لسم څخه تر دولسم ټولګي پورې زده کوونکي باید سپین رنګ کمیس او پرتوګ ولري او لونګۍ په سر کړي.
د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت د دې لایحې موخه “د نظم رامنځته کول، د زده کړې او منلو روحیه پیاوړې کول، د بېوزلو او شتمنو زده کوونکو ترمنځ د توپیر کمول، د زده کوونکو او د ټولنې د نورو غړو څخه ترمنځ توپیر کول او د اسلامي جامې فرهنګ پیاوړی کول” ښودلي دي.
د زده کړې فعالان اندیښمن دي
د زده کړو د برخې یو شمېر فعالان، له دې ډلې ناهید سادات، د طالبانو پر دې تګلارې نیوکه کوي او وايي، دا هڅه ده چې طالبان غواړي د ښوونځیو سیستم ختم کړي او پر ځای یې د مدرسو سیستم رواج کړي.
د ناهید په ټکو، “د دوی (طالبانو) هدف دا دی، چې ښوونځي او مدرسه باید یو شي. دوی غواړي چې د افغانستان د ښوونځیو سیستم له منځه یوسي. دوی غواړي هغه مقررات، چې د مدرسو په زده کوونکو تطبیقېږي، د ښوونځیو زده کوونکو باندې هم تطبیق کړي. دوی نه غواړي چې د افغانستان خلک د نورو هېوادونو د خلکو په څېر وده وکړي او ښه ځای ته ورسیږي.”
نړیوال غبرګونونه
دا اقدام په داسې حال کې شوی، چې طالبانو پر افغانستان تر بیاځلي واکمنېدو وروسته، لومړی نجونې له شپږم ټولګي پورته زده کړو منع کړې، بیا یې له پوهنتونونو هم را وګرځولې. وروسته یې د پوهنې وزارت په درسي نصاب کې هم بدلونونه راوستل، چې د طالبانو دا اقدامات له ملي او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوي او سخت غندل شوي دي.