مارک روبیو: تر هغې چې په اوکرایین کې د جګړې د پایته رسولو ښکاره نښې ونه وینو، ټرمپ له پوتین سره نه ګوري

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وایي، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ترمنځ احتمالي لیدنه به په دې پورې اړه ولري چې ایا په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو په اړه پرمختګ کیږي او کنه.

روبیو له امریکایۍ خبریالې کاترین هریج سره په یوه مرکه کې چې پرون پنجشنبې پر ایکس پاڼې خپره شوې، وویل، “د فبروري په ۱۸مه په سعودي عربستان کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ته مې وویل چې “تر هغه چې موږ پوه نشو چې غونډه د څه لپاره ده” دغه کتنه به ونشي.

هغه زیاته کړه چې دا ډول غونډې معمولا “تر هغو چې تاسو یو څه پایله یا څه پرمختګ نه وینئ” نه ترسره کیږي.

په ریاض کې په خبرو اترو کې، روسیې او متحده ایالاتو موافقه وکړه چې په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د خبرو اترو لپاره ټیمونه جوړکړي.

د اوکرایین جګړه چې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۴ پر اوکراین د روسیې له برید وروسته پیل شوې چې درې ورځې وروسته یې درې کاله پوره کیږي.

د امریکا د بهرنیوچارو وزیر همدارنګه وویل، ” زه فکر کوم چې د دې غونډې کیدل به ترډیره حده پدې پورې تړلې وي چې ایا موږ کولی شو په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره کوم پرمختګ وکړو، کنه؟

د روبیو په ټکو، “که وکولی شو دا غونډه هغه څه دي چې پکې تړون لاسلیک شي، زه فکر کوم چې ټول باید ولمانځي چې ولسمشر ټرمپ سوله راوستونکی دی”.

ټرمپ په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو په موخه یوې چټکې موافقې ته د رسیدو لپاره فشارراوستی خو د هغه تکتیکونو د اوکراین او اروپايي دولتونو په مینځ کې اندیښنې راپورته کړي او دوی ویره لري چې روسیه او امریکا ښایي داسې تړون وکړي چې د دوی امنیتي ګټې به له پامه وغورځوي.

ټرمپ د فبرورۍ په ۱۹مه اوکراین او د هغه اروپايي متحدین هله حیران کړل چې ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي یې “دیکتاتور” وباله او په غلطه یې پر اوکراین د روسیې لخوا د بشپړ یرغل تور پورې کړ.

په عین حال کې ټاکل شوې چې د فرانسې ولسمشرایمانویل مکرون به په سپینه ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشرډونالډ سره له راروانې کتنې څخه په استفاده هغه متقاعد کړي چې له اروپایي متحدینو سره همغږی شي.

مکرون به د دوشنبې په ورځ له ټرمپ سره وګوري او د اوکراین د وضعیت په اړه به ورسره خبرې وکړي.