امریکا: طالبان پر افغانستان بشپړ کنټرول نه لري او ترهګرې ډلې د دوی تر واکمنۍ لاندې فعالې دي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارک روبیو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو د زیاتوالي په اړه اندیښنه څرګنده کړې.

هغه پر افغانستان د طالبانو بشپړ کنټرول تر پوښتنې لاندې راوستی دی.

ښاغلي روبیو دا څرګندونې په هغې مرکه کړې چې د پنجشنبې په ورځ د (فبرورۍ په ۲۰مه) خپره شوې ده.

د روبیو په ټکو، “کله چې یو حکومت د بشپړ کنټرول توان ونلري نو د ترهګرو ډلو لپاره د نفوذ او فعالیت زمینه برابروي.”

هغه زیاته کړه چې د اوسني وضعیت او لس کاله وړاندې حالت ترمنځ عمده توپیر دا دی، چې امریکایي ځواکونه نور د ترهګرو ډلو د تعقیب او په نښه کولو لپاره په افغانستان کې حضور نه لري.

د روبیو په ټکو، طالبانو په ځینو مواردو کې د القاعدې او داعش پر وړاندې له امریکا سره همکاري کړې، خو په یو شمېر مواردو کې یې کافي همکاري نه ده کړې.

تر اوسه د طالبانو حکومت د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د دې څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو پخوا یې تل ټینګار کړی چې داعش په افغانستان کې ځپل شوی دی.

له هغه مهاله چې طالبانو د افغانستان کنټرول ترلاسه کړی، د داعش خراسان څانګې د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې د خونړیو بریدونو او چاودنو مسؤلیت منلی دی.

همداراز، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د فبرورۍ په میاشت کې په افغانستان کې د القاعدې، داعش او جماعت انصارالله په څېر ترهګرو ډلو د حضور او فعالیتونو په اړه ژوره اندیښنه څرګنده کړې ده.

About ياران ټیم 3421 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.