د اسراییلو صداعظم: نن یوه دردناکه ورځ ده، ځکه د څلورو یرغمل شویو کسانو جسدونه کور ته راستنوو

اسراییلو نن د څلورو یرغمل شویو کسانو جسدونه ترلاسه کړل

حماس د اوربند له پیل راهیسې د لومړي ځل لپاره د څلورو یرغمل شویو کسانو جسدونه سره صلیب ته سپارلي دي.

د اسراییلو د لومړي وزیر دفتر ویلي، د څلورو یرغمل شویو کسانو جسدونه یې د اسراییلي ځواکونو له لوري ترلاسه کړي دي.

په یوه اعلامیه کې ویل شوي، د اسراییلږ دفاعي ځواکونو (IDF) دا جسدونه د یافا ابو کبیر جنايي پېژندنې انسټیټیوټ ته لېږدولي څو د هغوی هویت تثبیت شي.

د اسراییلو پوځ ویلي، د یرغمل شویو کسانو د جسدونو د هویت تثبیت ممکن ۴۸ ساعته وخت ونیسي.

حماس اسراییل تورن کړی، چې د یرغمل شویو کسانو د ساتلو ځایونه یې بمبار کړي، چې له امله یې هغوی وژل شوي دي.

د حماس د پوځي څانګې القسام کنډک ویاند ابو عبیده د چهارشنبې په ورځ د هغو یرغمل شویو اسراییلیانو د هویت اعلان کړی و چې ټاکل شوې وه د پنجشنبې په ورځ د فلسطیني ډلو او اسراییل ترمنځ د تبادلې د یوې معاملې په ترڅ کې وسپارل شي.

ابو عبیده په خپل رسمي ټیلیګرام کې لیکلي، “د بیباس کورنۍ او عودید لیفشېتس جسدونه به وسپارل شي.”

حماس یاردن او شیري بیباس او د دوی دوه ماشومان د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د اوومې نېټې برید پر مهال یرغمل کړي وو.

یاردن د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه خوشي شو.

d220f030 ef79 11ef a319 fb4e7360c4ec.jpg د اسراییلو صداعظم: نن یوه دردناکه ورځ ده، ځکه د څلورو یرغمل شویو کسانو جسدونه کور ته راستنوو

ابو عبیده زیاته کړې، “یاد کسان ټول ژوندي وو، تر هغه چې د صهیونیستي اشغال الوتکو قصدا د دوی د ساتلو ځایونه بمبار کړل.”

د قدس کنډک، چې د اسلامي جهاد غورځنګ پوځي څانګه ده، ویاند ابو حمزه ویلي، “پرېکړه شوې چې د عودید لیفشیتس جسد وسپارل شي”.

د ابوحمزه په ټکو، “عودید د هغو کسانو له ډلې و چې د صهیونیستي پوځ د الاقصى توپان جګړې پر مهال په هوایي بریدونو کې قصدا وژل شوی و.”

اوس مهال اسراییل او حماس د اوربند لومړنی پړاو عملي کوي، چې د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ پر ۱۹مه پرې توافق شوی و او لا هم دوام لري، سره له دې چې دواړه خواوې یو بل د سرغړونو په ترسره کولو تورنوي.

حماس تراوسه نه ده افشا کړې، چې د دوی یا نورو وسله‌والو ډلو له لوري په غزه کې څومره اسراییلي یرغمل شوي کسان لا هم ساتل کېږي، او نه یې د هغوی د ژوندیو کسانو د دقیق شمېر په اړه څه ویلي دي.

د حماس د رسنیو سلاکار طاهر النونو وویل، دغه غورځنګ “منځګړو ته خبر ورکړی چې په دویمه مرحله کې د ټولو یرغمل شویو کسانو د تبادلې لپاره چمتو دی، خو دا ځل په یو ځل، نه په تدریجي ډول لکه د لومړني پړاو په څېر… د دې په بدل کې چې ټول فلسطیني بندیان او نیول شوي کسان د اشغال له زندانونو خوشي شي.”

هغه زیاته کړه، چې د دې شرط د ټولو فلسطیني بندیانو او نیول شویو کسانو خوشي کول دي.

نونو ټینګار وکړ چې حماس منځګړو ته څرګنده کړې چې چمتو دي د لوړپوړو پوځي افسرانو په ګډون د ټولو اسراییلي یرغمل شویو کسانو که ژوندي وي او که جسدونه يې پاتي وي، په یوه تبادله کې خوشي کړي.

هغه دا اقدام د حماس د جديت د ثابتولو، د دې موضوع د حل لپاره د بشپړ چمتووالي او د اوربند د لا ټینګښت لپاره اړین ګام وباله، چې یوې تلپاتې سولې ته ورسېږي.

د اسراییلي ټولنې پر رواني حالت د ژور اغېز په اړه اندېښنې

download 1 د اسراییلو صداعظم: نن یوه دردناکه ورځ ده، ځکه د څلورو یرغمل شویو کسانو جسدونه کور ته راستنوو


د اسراییل صدراعظم، بنیامین نتنیاهو ویلي، د پنجشنبې ورځ د اسراییل لپاره “یوه دردناکه ورځ” ده”.

د هغه په ټکو “ځکه چې د څلورو یرغمل شویو کسانو جسدونه، چې په غزه کې نیول شوي وو ترلاسه کېږي”.

هغه وویل، “دا به د اسراییل لپاره یوه سخته ورځ وي، یوه دردناکه ورځ، یوه د غم ورځ، موږ به خپل څلور عزیزان، چې مړه شوي، بېرته راستانه کړو.”

د اسرائیل صدراعظم، بنیامین نتنیاهو وویل پنجشنبه به د اسرائیل لپاره “یوه دردناکه ورځ” وي، ځکه چې د څلورو یرغمل شویو کسانو جسدونه چې په غزه کې نیول شوي وو، ترلاسه کېږي. هغه وویل: “دا به د اسرائیل لپاره یوه سخته ورځ وي، یوه دردناکه ورځ، یوه د غم ورځ. موږ به خپل څلور عزیزان چې مړه شوي، بېرته راستانه کړو.”

په دې وخت کې، د اسرائیلي یرغمل شویو کورنیو فورم، د چهارشنبې په ماښام خبر ورکړی چې د شيري بیباس او د هغې له ماشومانو ارییل او کفییر سره یوځای یو څلورم یرغمل شوی کس هم په غزه کې مړ شوی دی.

د اسرائیل د رواني روغتیا خدمتونو مشر ډاکټر جیلاد بودنهایمر وړاندیز وکړ چې خلک دې د یرغمل شویو کسانو د پاتې شونو د ستنېدو پر مهال ډېر وخت د تلویزیوني خپرونه نه ګوري.

هغه وویل: “موږ د یوې ډېرې پېچلې ورځې تمه کوو چې پکې د یرغمل شویو کسانو پاتې شوني ترلاسه شي او موږ په کلکه خلکو ته توصیه کوو چې له رسنیو سره خپله اړیکه محدوده کړي او د حماس د رواني جګړې له تاکتیکونو ځان وژغوري.”

6cb2af80 ef70 11ef a319 fb4e7360c4ec.jpg 1 د اسراییلو صداعظم: نن یوه دردناکه ورځ ده، ځکه د څلورو یرغمل شویو کسانو جسدونه کور ته راستنوو

د اسرائیل هیوم ورځپاڼې راپور ورکړی چې د یرغمل شویو کسانو د نومونو اعلان باید نه وای شوی، “خو د اسرائیلي پوځ او حکومت ترمنځ یوه ناسم پوهاوی رامنځته شوی دی.”

اسرائیلي رسنیو هم راپور ورکړی چې دا ګام د یرغمل شویو کسانو د هویت تایید لپاره اخیستل کېږي. د سره صلیب نړیوالې کمېټې په یوه اعلامیه کې غوښتنه کړې چې د یرغمل شویو کسانو د جسدونو د تسلیمولو پر مهال “د محرمیت او وقار درناوی وشي.”

فلسطیني او نړیوالې ادارې غوښتنه کړې چې دا جسدونه دې له نړیوالو قوانینو او عرفونو سره سم د هغوی کورنیو ته وسپارل شي.

د اوربند تړون درېیو پړاوونو کې څه دي؟

وربند، چې د جنورۍ پر ۱۵ مه اعلان شو، څو ورځې وروسته د جنورۍ پر ۱۹ مه نافذ شو. له هغه وخته څلور ځله اسرائیلي یرغمل شوي کسان خوشي شوي او پنځم ځل نن درې یرغمل اسرائیلیان خوشي شول.

دا تړون پر درېیو پړاوونو وېشل شوی دی:

لومړی پړاو

  • دا همدا اوس روان دی او ۴۲ ورځې دوام کوي
  • حماس وايي ۳۳ یرغمل شوي کسان به خوشي کړي او اسرائیل به شاوخوا ۱۹۰۰ فلسطیني بندیان خوشې کړي
  • فلسطینیان به خپلو کورونو ته ستانه شي او بشري مرستې به هره ورځ سیمې ته داخلېږي
  • اسرائیلي ځواکونه باید له ګڼ‌مېشتو سیمو ووځي

دویم پړاو

  • د دې پړاو د خبرو اترو پیل یوازې د لومړي پړاو له پیلېدو وروسته شوی
  • تمه ده چې یو دایمي اوربند به رامنځته شي او پاتې ژوندي یرغمل شوي کسان به له نورو فلسطیني بندیانو سره تبادله شي
  • اسرائیل به له غزې په بشپړه توګه ووځي

درېیم پړاو

  • په پای کې، د ټولو وژل شویو، یرغمل، کسانو مړي به اسرائیل ته وسپارل شي او د غزې د بیارغونې بهیر به پیل شي

About ياران ټیم 3421 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.