کوربه پاکستان د چمپینز ټرافي په لومړی لوبه کې د ۶۰ منډو په توپیر له نیوزلنډ ماتې وخوړه

د نیوزلنډ د کرکټ د ملي لوبډلې دوه لوبغاړي

نیوزلنډ د ۶۰ منډو په توپیر د چمپینز ټرافي لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې پاکستان ته ماتې ورکړه.

نیوزلنډ په ټولو پنځوسو اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځیدو د پاکستان لوبډلې ته ۳۲۱ منډې هدف ورکړی وو.

پاکستان په ۴۷،۲ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۶۰ منډې وکړي.

د نننۍ لوبې پچه پاکستان ګټلې وه.

افغانستان په دې لړۍ کې د لومړي ځل لپاره برخه اخلي او د جنوبي افریقا، انګلستان او آسټرالیا له ځواکمنو لوبدلو سره په B ګروپ کې لوبېږي.

د افغان لوبډلې لومړۍ لوبه د جمعې په ورځ د فبروري په ۲۱مه له جنوبي افریقا سره پلان شوې، دوهمه لوبه به یې د فبروري په ۲۶مه له انګلستان او دریمه به یې د فبروري په ۲۸مه له اسټرالیا سره وي.

د چمپینز ټرافي لوبې دا ځل په دوو هېوادونو، پاکستان او متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي ځکه د هند لوبغاړو نه غوښتل پاکستان ته ولاړ شي.

About یاران سپورت 5 Articles
ياران سپورت د یاران د هغو داوطلبو سپورتي خبریالانو ډله ده چې د یاران لپاره د سپورت او لوبو په ځانګړې توګه د کرکټ او د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د لوبو په اړه خبرونه او معلومات چمتوي کوي.