پاکستان: د مخدره مواد پر ضد مبارزه کې افغان حکومت سره همکارۍ ته ژمن یو

د پاکستان او د طالبانو د حکومت بیرغونه

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق وايي، د دوحې د کاري ډلې بهیر ناسته کې یې د مخدره توکو ننګونو ته د رسېدو لپاره یې له افغانستانه د پاکستان ملاتړ یو ځل بیا تکرار کړی دی.

ښاغلي صادق پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي، د پاکستان حکومت د افغانانو سره سوداګرۍ، محصلینو ته د تحصلي بورسیو د ورکړې او د مخدره مواد پر ضد د ګډې مبارزې لپاره همکارۍ ته ژمن دی.
د دوحې د کاري ډلې ناسته، د چهارشنبې په ورځ د (فبرورۍ په ۱۲مه) جوړه شوې وه.
تر دې مخکې د روان کال د سرطان په میاشت کې له مخدره توکو سره مبارزه د افغانستان په اړه د دوحې د درېیمې غونډې د اجنډا له اصلي موضوعاتو وه.
هغې ناسته کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا په ګډون د بېلابېلو هېوادونو ګڼو استازو او چارواکو هم برخه اخیستې وه.
محمد صادق د مخدره توکو د مبارزې اړوند له افغانستانه د خپل هېواد د ملاتړ خبره داسې مهال کوي چې په دې وروستیو میاشتو کې د کابل او اسلام اباد اړیکې خورا ترینګلې ښودل شوې دي.