
د هرات د سیمه ییز روغتون مسوولين په دغه ولايت کې د سرطاني ناروغانو په شمېر کې د ۳۰ سلنه زياتوالي خبر ورکوي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس په دغه ولایت د حوزوي روغتون د انکولوژي د څانګې د روزونکي ډاکتر محمد طارق صديقي په حوالې راپور ورکړی چې سږ کال په یاد روغتون کې څه دپاسه پنځه زره تنه د سرطان ناروغان ثبت شوي دي.
د هرات د عامې روغتیا ریاست یو شمېر مسوولین وايي، په روان لمریز کال کې د دغه ولایت په روغتیايي مرکزونو کې د سرطان پنځه زره ناروغان ثبت شوي دي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د دوشنبې په ورځ د هرات د حوزوي روغتون د انکولوژي د څانګې د روزونکي ډاکترمحمد طارق صديقي په حواله خبر ورکړی چې دغه شمير په یاد ولايت کې د سرطان ناروغۍ ۳۰ سلنه زياتوالى ښيي.
د دغه ولایت یو شمیر اوسېدونکي چې د کورنۍ غړي يې په دې ناروغۍ اخته دي، په هېواد کې د سرطان د ناروغانو د درملنې لپاره د اسانتياوو له نشتوالي شکايت کوي وايي، بهر ته د تګ توان نه لري.
د هرات د اوبه ولسوالۍ اوسېدونکي عنایت الله وايي، “لور مې د وینې سرطان لري او هرو شپږ میاشتو کې یو ځل د وینې له کمښت سره مخ کېږي، هغه روغتون ته بیایم چې وینه ورته ورکړي، د هغې درمل دومره ګران دي چې زه یې د پېرلو وس نه لرم، نه پوهېږم چې څه وکړم، خدای دې مرسته وکړي”.
د همدې ښار بل اوسیدنکی اسماعیل وايي، “تره مې د مغزو سرطان درلود، یوه اونۍ مخکې وفات شو، موږ یې ډېره درملنه وکړه ان پاکستان ته مو یوړ خو ښه نه شو، له بده مرغه په افغانستان دننه د درملنې اسانتیاوې کمې دي او څوک چې په بهر کې د درملنې وسه ونه لري، ناروغ یې له لاسه ځي”.
د هرات د حوزوي روغتون روغتیايي مسوولین زیاتوي چې له شپږو کلونو راهیسې له ۲۳ زرو زیاتو د سرطان ناروغانو د دغه ولایت روغتونونو ته مراجعه کړې ده.
خو د افغانستان په لوېدیځ کې کوم موارد د سرطاني ناروغیو د زیاتېدو لامل ګرځیدلي دي؟
د انکالوژي څانګې متخصص ډاکتر فرید همایون وايي، “چاپېریالي لاملونه او د نامناسبو خوړو کارونه چې په هغې د کیمیاوي توکو اندازه زیاته وي، ناسم چاپېریال او د ناسمې هوا تنفس کول چې په هوا کې بیا کیمیاوي مواد لکه کاربن مونو اوکساید چې له سرب نه په کې استفاده کېږي، دا ټول خپلې اغېزې لري”.
د سرطان د کنټرول مرکز د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۴ کال تر پایه په افغانستان کې د سرطاني ناروغانو شمېر ۵ لکو کسانو ته رسېدلی او په کلني ډول ۱۹ زره ډېر کسان په دې ناروغۍ اخته کېږي چې ۷۶ سلنه یې ترې مري.
د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې بیا هر کال شاوخوا ۲۰ زره افغانان په بېلابېلو سرطانونو اخته کېږي چې له دې ډلې تر ۱۵ زره ډېر کسان د دغې ناروغۍ له امله مري.
د سرطان تر ټولو عام ډولونه د تي، معدې، ستوني، شونډو، خولې، رحم، او د سږو سرطان دی .
د افغانستان د سرطان د کنټرول ملي پروګرام د دریو میاشتو مخکې معلوماتو له مخې، په دغه هېواد کې د تي یا سینې سرطان د تېر کال په پرتله۵۰،۹ سلنه ډېر شوی دی.