
په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر وایي، په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش خراسان ولایت څانګې فعالیتونه تصادفي او بې علت نه دي.
واسیلی نابینزیا د امنیت شورا په بیګانۍ (د دوشنبې په شپه د فبرورۍ په لسمه) غونډه کې ادعا وکړه چې نړیوالې ټولنې د داعش په څېر ترهګرو ډلو ته د امریکایي وسلو د لاسرسي مخه نه ده نیولې.
د هغه په ټکو، له افغانستانه د ناټو ګډوډ وتل لامل شول چې ګڼې وسلې پاتې شي او بالاخره دې ډلې ته ولویږي.
د روسیې سفیر زیاته کړه چې شرایط باید له پامه ونه غورځول شي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې پرون د افغانستان په اړه په ځانګړې غونډه کې په دې بحث وشو چې داعش افغانستان او سیمه کې یو ترهګریز ګواښ دی.