
ایا دا چاره په انسانانو کې خلاقیت له منځه وړي؟
ایا پوهیږئ چې د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته کتابونه لیکل کیږي او سندرې جوړیږي؟
خو ایا هر څوک کولی شي دا کتابونه ولیکي؟ کومو لارښونې باید د مصنوعي ځیرکتیا سیتسم ته ورکړو چې موږ ته کتاب ولیکي؟
که چیرته تاسې غواړئ چې وازمویئ چې څنګه د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته کتاب ولیکئ، دا لاندې لارښونې عملي کړي او کتاب ولیکئ.
د کتاب لپاره د موضوع ټاکل
لومړی دا پریکړه وکړئ، چې څه ډول کتاب لیکل غواړئ (ادبي، تعلیمي، تاریخي، ساینسي یا نور…..).
د کتاب هدف او موخه مو وټاکئ
دا مشخص کړئ چې کتاب مو د چا لپاره دی، ماشومان، ځوانان او که مسلکي خلک
د کتاب جوړښت
د فصلونو سرلیکونه، اصلي موضوعات، او د هر فصل جزیات مشخص کړئ.
له مصنوعي ځیرکتیا نه سوالونه او وضاحت وغواړئ
د موضوع په اړه دقیق سوالونه وکړئ، لکه، د فلانکي موضوع لپاره ابتدایي پېژندنه ولیکئ او وروسته د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته د موضوع یو خاکه یا خامه مسوده جوړه کړئ.
کله مو چې خاکه جوړه کړه یو ځل یې بیا ولولي او د سمون او اصلاح غوښتنه وکړئ.
په دې سره به مصنوعي ځیرکتیا سیتسم تولید شوي محتوا ته بیا کتنه وکړئ، ژبه یې اصلاح کړئ، او غیر اړوند برخې به يې لرې کړئ.
وروسته به کې خپل نظرونه، تجربې، یا ځانګړي سټایل ورزیات کړئ ترڅو لیکنه طبیعي ښکاره شي.
د محتوا غښتلي کول

له مصنوعي ځیرکتیا نه وغواړئ چې ځینې برخې ژور تحلیل کړي یا تفصیل زیات کړي.
ورپسې په کې مثالونه، کېسې او ارقام د محتوا د غني کولو لپاره ورزیات کړئ.
کله مو چې محتوا غني کړه، کولی شئ د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته د خپل کتاب لپاره ډیزاین او فارمټ هم انتخاب کړئ.
د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته د کتاب لیکلو وروسته مرحله نهايي کتنه او اصلاح ده.
په دې برخه کې کولی شئ له مصنوعي ځیرکتیا وغواړئ چې ستاسې ګرامي غلطي اصلاح کړي او یو ځل بیا مو ټوله لیکه او کتاب له سره وګورئ، چې چیرته په کې تیروتنې نه وي.
په ماشین دغه لیکلی کتاب د یو ځل بیا کتنې لپاره کولی شئ یو چاته ورکړئ چې ولولي او د محتوا، معلوماتو او ګرامي او اصلاحي تیروتنو په اړه مو ډاډمن کړي.
اوسمهال ډیر کسان د مصنوعي ځیرتیا په مرسته کتابونه لیکي، چې په نړۍ کې د ډیرو خرڅیدونکو کتابونو په لیست کې هم راغلي دي.
اوس په نړۍ کې د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته په یوازې سر د کتابونو لیکل نه، بلکي په دې برخه کې په پراخه کچه شرکتونه لیګا دي کتابونه لیکي.
خو د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته لیکل شوي کتابونه خرڅیږي او عاید لري؟
د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته هر لیکل شوی کتاب یوه بیانیه لري چې پکې ټینګار شوی چې دا کتاب خیالي دی، د مصنوعي ځیرکتیا لخوا تولید شوی او “یوازې د ټوکو او تفریح لپاره” ډیزاین شوی.
د قانون له مخې، د کتاب چاپ حق د شرکت دی، او زیاتره کتابونه په شخصي توګه نه پلورل کېږي.
دغې چارې د هغوو کتاب لیکوالان چې په کلونه کلونه به يې د یو کتاب په لیکلو تیروه، اندېښمن کړي دي.
دوی ویره لري، که چیرته د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته د کتابونو لیکل پیل او دوام پیدا کړي، خلاقیت به ورسره له منځه لاړ شي.
خو دا یوازې کتاب لیکوالان نه دي، چې د مصنوعي ځیرکتیا پرمختګ ته انديښمن دي، یو شمیر موسیقيدانان، هنرمندان، او اداکاران د نړۍ په ګوټ ګوټ کې اندېښنه لري چې د دوی له کارونو څخه د مصنوعي ځیرکتیا د زده کړې لپاره ګټه اخیستل کېږي او بیا ورته محتوا تولیدېږي.
خو اد نیوټن ریکس چې د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې کار کوي او د فیرلي ټرینډ بنسټ اېښودونکی دی، په دې باور دی چې مصنوعي ځیرکتیا یوازې د هنرمندانو تولید شوي محتوا اخلي او زده کړه کوي.”باید روښانه ووایو کله چې موږ دلته د معلوماتو خبره کوو، اصلا د انسانانو د ژوند د لاسته راوړنو په اړه خبرې کوو دا یو کتاب دی، دا یو مقاله ده، دا یو عکس دی دا یو هنري اثر دی د مصنوعي ځیرکتیا هدف دا دی چې زده کړي څنګه یو کار ترسره کړي او بیا ورته نور کارونه تولید کړي.”

مصنوعي ځیرکتیا د سندرو ویلو پر هنر هم اغیز کړی دی.
په ۲۰۲۳ کال کې، د دریک او ویکند په نوم کاناډايي سندرغاړو یوه سندره چې د مصنوعي ځیرکتیا لخوا تولید شوې وه، له سټریمینګ پلاتفورمونو څخه د لیرې کېدو مخکې پر ټولنیزو رسنیو ډېره مشهوره شوه.
دا سندره ځکه لیرې شوه چې دا د دوی خپل اثر نه و او هغوی یې د تولید اجازه نه وه ورکړې.
ریکس وايي، “زه نه وایم چې باید د مصنوعي ځیرکتیا د خلاقانه اهدافو کارونه بند شي، خو زه فکر کوم چې د افرادو له اجازې پرته د دوی له محتوا څخه د مصنوعي ځیرکتیا د ماډلونو لپاره د زده کړې کار اخیستل باید غیرقانوني وبلل شي.”
هغه زیاتوي: “مصنوعي ځیرکتیا کولای شي ډېره ځواکمنه وي، خو راځئ چې دا په اخلاقي او عادلانه ډول وکاروو.”
د دې ترڅنګ، د مصنوعي ځیرکتیا چټک پرمختګ د هغو کسانو لپاره چې خلاقیت رامنځته کوي، لکه لیکوالان، هنرمندان، او سندرغاړي، جدي ګواښ ګڼل کېږي.
مصنوعي ځیرکتیا کولای شي په لنډ وخت کې د هغوی د سبک تقلید وکړي او د دوی د کارونو بدیلونه تولید کړي.
دا چاره نه یوازې د هغوی اقتصادي عوایدو ته زیان رسوي، بلکې د هنري خلاقیت د ارزښت د کمښت لامل هم ګرځي.
په ټوله نړۍ کې د مصنوعي ځیرکتیا د پراخېدو سره، اړتیا ده چې د خلاقو اشخاصو حقوقو ته درناوی وشي او د دوی د کارونو د ساتنې لپاره موثر قوانین جوړ شي.
دا یوازې د هنري ارزښتونو د خوندي ساتلو لپاره نه، بلکې د انساني خلاقیت د دوام لپاره هم اړین دي.