
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې اوچا راپور ورکړی چې هره میاشت شاوخوا ۵۵ افغان ملکي وګړي د ماینونو او ناچاودو توکو له امله وژل يا ټپي کېږي.
اوچا دا خبر پر خپلې ایکس پاڼې خپور کړی او ټینګار یې کړی چې سږکال د ماین پاکۍ او عامه پوهاوي پروګرامونو لپاره نږدې ۲۲ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.
د اوچا دا انديښنه په داسې حال کې ده، چې د ماین د چادونې له کبله په وروستۍ پېښه کې د لغمان په علېشنګ ولسوالۍ کې درې ماشومان د جنوري په ۳۱مه ووژل شول.
د اوچا د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې څه باندې درې میلیونه او درې لکه وګړي د ماینونو او ناچاودو مهماتو په یو کیلومتري سیمه کې ژوند کوي، چې ژوند يې په خطر کې اچوي.
کندهار، هلمند، زابل، کونړ، او ننګرهار هغه ولایتونه دي، چې نسبت نورو سیمو ته ډېر ناچاودي مهمات په کې شتون لري.
د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ د خدماتو ادارې (UNMAS) راپور وررکړی چې په ۲۰۲۴ کال کې د ماینونو چاودنو له امله د مرګ ژوبلې څه باندې ۸۰ سلنه برخه ماشومانو، په ځانګړي ډول هلکانو ته اوښتې ده.
د دغه کال په ترڅ کې ۱۴۰ کسان د ماین چاودنو له امله وژل شوي او ۳۴۳ تنه نور ټپیان شوي دي، چې له وژل شویو څخه ۱۰۵ تنه ماشومان دي.
د امریکا د مرستو د بندېدو له امله، د ماین پاکۍ پروژې چې له وړاندې يې فعالیتونه کمزوري شوي وو، له سقوط سره مخامخ دي.
د ناروې د خلکو مرستندویه موسسې، چې په بشري چارو او ماین پاکۍ کې فعاله وه، تېره میاشت اعلان وکړ چې د امریکا د مرستو د بندېدو له امله یې خپل فعالیتونه ځنډولي دي.
د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، دا مهال په افغانستان کې شاوخوا یو میلیون او دوه سوه زره متر مربع ساحه د ماینونو او ناچاودو مهماتو له خطر سره مخ ده.
که څه هم اوس په افغانستان کې فعاله جګړه نشته، خو د پخوانیو جګړو پاتې ماینونه او ناچاودي مهمات لا هم د خلکو ژوند ته جدي خطر پېښوي.