پاکستاني چارواکو افغان کډوال په جبري ډول افغانستان ته راستانه کړي دي

هغه افغان کډوال چې پاکستان په جبري توګه له خپل هېواده ویستي دي

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن یکشنبه اعلان وکړ چې ۱۴۱ افغان کډوال چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، تازه له پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

د وزارت په وینا، دغه کډوال د پاکستان په پلازمېنه اسلام ‌اباد کې د غیر قانوني اسنادو له امله نیول شوي وو او له دوو تر پنځو ورځو پورې د حاجي کمپ په زندان کې بنديان پاتې شوي دي.

د ننګرهار د تورخم سرحدي مدیریت د معلوماتو له مخې، یاد کسان له بند تېرولو وروسته د تورخم له لارې افغانستان ته انتقال شوي دي.

تر دې وړاندې، پاکستاني رسنیو راپور ورکړی و چې د دغه هېواد چارواکو لسګونه افغان کډوال له خپلو زندانونو څخه خوشي کړي او بېرته یې افغانستان ته لېږلي دي.

د پاکستان حکومت وړمه ورځ اعلان وکړ چې د افغان کډوالو د ایستلو بل پړاو یې پیل کړی، چې له مخې یې هغه کسان چې قانوني اسناد نه لري، نیول کېږي او بېرته خپلو هېوادونو ته استول کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د افغان کډوالو پر وړاندې خپل محدودیتونه زیات کړي دي. له دې سره، زرګونه افغانان د ورته وضعیت له امله له پاکستان څخه بېرته افغانستان ته ستنېږي، چې ډېری یې له اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخ دي.