د نړۍ د کرکټ افغان اتل راشد خان څومره پیژنۍ؟

د نړۍ د کرکټ اتل راشد خان

راشد خان څوک دی

د افغانستان او نړۍ نوموتی کرکټ لوبغاړی راشد خان د ۱۳۷۷ کال د وږي په ۲۹ چې د ۱۹۹۸ کال د سپټمبر له ۲۰ مې سره برابره ده، د افغانستان په خیتځ همېشه بهار ننګرهار کې نړۍ ته سترګې پرانیستي دي.

راشد خان په ماشومتوب کې د افغانستان د کورنیو جکړو له کبله پاکستان ته کډوال شوی دی.

راشد خان د کډوالۍ په سختو شرایطو کې د کرکټ سره د مینې او لېوالتیا له کبله تمرینات کول.

په ۲۰۱۵کال کې افغانستان ته راستون شو او د افغان کرکټ ملي لوبډلې ته یې لار ومونده.

د راشد خان د کرکټ سفر

راشد خان خپل لومړی یو ورځنی نړیوال لوبه د ۲۰۱۵ کال د اکتوبر په ۱۸ مه د زمبابوې پر وړاندې وکړه.

لومړۍ شل اوره نړیواله لوبه د همدې کال د اکتوبر په ۲۶ مه بیا د زمبابوې پر وړاندې ترسره کړه.

د ۲۰۱۸ کال د جون په ۱۴ مه یې د هند د کرېکټ ملي لوبډلې پر وړاندې خپله لومړۍ ټېسټ لوبه وکړه.

نړیوال شهرت

د غوره توپ اچونکي مقام
د ۲۰۱۸ کال په فبرورۍ کې  راشد خان په ۱۹ کلنۍ کې د نړیوالو یو ورځنیو لوبو (ODI) په کټګورۍ کې د نړۍ د غوره توپ اچوونکو په سر کې ودرېد.

د همدې ۲۰۱۸ کال کې د اسیا جام سیالیو کې د ښه لوبېدو له امله د نړۍ د غوره ال راونډرانو په درجه بندۍ کې لومړی مقام خپل کړ.
له دې وروسته راشد خان د نړۍ د شل اوریزو کرکټ غوره توپ اچوونکو په سر کې ځای ونیوه، او تر اوسه هم (په ۲۰۲۵ کال کې) د نړۍ تر ټولو غوره توپ اچوونکی دی.

د ۲۰۲۰ کال په ډیسمبر کې د کرکټ د نړیوالې شورا له خوا راشد خان د نړۍ د یوې لسیزې غوره لوبغاړی اعلان کړ.

راشد خان او تاریخ جوړونه

د ډیرو ویکټو ریکارډ

د ۲۰۲۵ کال د سلواغې په ۱۲ مه، راشد خان د سویلي افریقا د شل اوریز لیګ سیالیو کې ۶۳۱ ویکټې ترلاسه کړې، چې دا شمېر یې د شل اوریز نړیوال کرکټ په تاریخ کې د ټولو وختونو غوره توپ اچوونه بلل کیږي.

راشد خان په شل اوریزو سیالېو کې ځانګړی ریکارډ جوړ کړی دی.
راشد خان یوازینی کرېکټر دی چې په تاریخ کې یې شل ځله په یوه لوبه کې څلور ویکټې اخیستې دي.

راشد خان په نړیوالو لیګونو کې

راشد خان د نړۍ له بېلابېلو معتبرو نړیوالو لیګونو سره د لوبېدو تجربه لري لکه د هند غوره لیک یا  IPL د اسټرالیا غوره لیک یا بیګباش، همدارنګه راشد خان د انګلستان، پاکستان، بنګله دېش، ویسټ انډیز، سویلي افریقا، متحده عربي امارات او افغانستان په شپږیزه کرکټ لیګونو کې لوبدلی دی.

اوسمهال راشد خان د سویلي افریقا په غوره لیک ګې د مای کیپ ټاون کپټان دی.

له دې سربیره، د هند په غوره لیګ کې د ګجرات ټایټانز لوبډلې کلیدي لوبغاړی دی.

د راشد خان اوسنۍ لاسته راوړنې

راشد خان اوس سږکال د ۶۶۹ امتیازونو په لرلو سره د نړیوالو یو ورځنیو سیالیو (ODI) په کټګورۍ کې د نړۍ تر ټولو غوره توپ اچوونکی دی.

دی د افغانستان د ملي کرېکټ لوبډلې لپاره په ټولو فارمټونو کې فعال دی.