د کابل کندهار پر لویه لار په یوې ترافیکي پېښه کې ۷ کسان وژل شوي

په افغانستان کې د ډیرو ترافیکي پېښو علت د موټروانو بې احتیاطي ده

د کابل کندهار پر لویه لار په یوې ترافیکي پېښه کې ۷ کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

د طالبانو په واک کې باختر خبري اژانس نن شنبې پر خپلې ایکس پاڼې/ پخواني ټویټر د غزني د امنیې قومنداني ویاند خالد سرحدي په حواله ویلي، “پېښه د غزني د مقر ولسوالۍ په لړمې سیمه کې د دوو مسافر وړونکو موټرو د ټکر رامنځته شوې ده”.
د پېښې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي ښودل شوې ده.

په وروستیو کې په افغانستان کې د ډیرو ترافیکي پېښو علت، ویجاړ سړکونه او د موټروانونو بې احتیاطي په ګوته کیږي.