ټرمپ: په ګوانتنامو کې د کډوالو لپاره ۳۰ زره کسیز مرکز جوړوو

د امریکا د متحدو ایالتونو پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې په ګوانتنامو خلیج کې به د کډوالو لپاره یو مرکز جوړ کړي.

ټرمپ د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې همدا نن به یو اجراییوي فرمان لاسلیک کړي، چې له مخې یې د امریکا د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ته سپارښتنه کېږي، څو د ګوانتنامو په خلیج کې د ۳۰ زره کډوالو لپاره دا مرکز چمتو کړي.

ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د وینا پر مهال وویل، چې په دې مرکز کې به تر ټولو بد غیرقانوني مجرم بهرنیان ساتل کېږي، چې د امریکا خلکو ته ګواښ پېښوي.

د ښاغلي ټرمپ په باور، په دې کډوالو کې ځیني دومره خطرناک دي، چې د دوی اصلي هېوادونه هم باور نه لري، چې دا کسان به وساتي. هغه ټینګار وکړ، چې نه غواړي دا کسان بېرته امریکا ته راشي.

د ګوانتنامو زندان په ۲۰۰۲ کال کې د امریکا د هغه وخت د ولسمشر جورج ډبلیو بوش د واکمنۍ پر مهال جوړ شو. دا زندان د هغو مشکوکو ترهګرو لپاره جوړ شوی و، چې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱مې په بریدونو کې یې لاس درلود.