
احمد الشرع چې پخوا د ابو محمد الجولاني په نوم پیژندل کیده او یو وخت له القاعده ډلې سره و د سوریې د موقت ولسمشر په توګه غوره شو.
د سوریې سانا خبرې اژانس د راپور له مخې د انتقالي مرحلې د مشر په توګه د الشرع د ټاکلو اعلان د چهارشنبې په ورځ د سوریې د پوځي عملیاتو د برخې ویاند ډګروال حسن عبدالغني وکړ.
عبدالغني د سوریې د اساسي قانون د لغوه کولو اعلان هم وکړ. دا قانون په دوه زره دولسم کال کې د بشار الاسد د واکمنۍ پرمهال تصویب شوی و. ډګروال عبدالغني وویل چې الشرع به د نوي اساسي قانون تر تصویبیدو د لنډمهاله مقننه شورا د جوړولو واک لري.
د سوریې د پوځ ویاند په خپل هیواد کې د وسله والو ډلو د منحل کیدو اعلان هم وکړ او ویې ویل چې دا کسان به په دولتي ادارو کې جذب شي.
هیات تحریر الشام یوه پخوانۍ یاغي ډله ده چې تیره میاشت یې د بشار الاسد رژیم نسکوره کړ او یو لنډمهاله حکومت یې جوړ کړ. د دې حکومت مشران هغه پخواني یاغیان دي چې د بشار الاسد د واکمنۍ پرمهال یې د سوریې د ادلب ولایت چارې مخته بیولې.
متحده ایالاتو مخکې د الشرع پر سر لس میلیونه ډالر انعام ټاکلی و، خو تېره میاشت یې وروسته له هغه دا انعام لغوه کړ چې د امریکا یوه پلاوي دمشق ته سفر وکړ او له الشرع سره یې ولیدل.
الشرع د نوي متحدې ملي اردو او امنیتي ځواکونو د جوړیدو غوښتنه کړې ده. اسوشیتد پریس اژانس څرګندوي چې داسې پوښتنې پيدا شوې دي چې څرنګه ممکنه ده چې پخوانۍ یاغي ډلې په موقته اداره کې سره یوځای کار وکړي ځکه چې د دې ډولو بیل بیل مشران دي او بیلې بیلې ایډیالوژۍ لري.
د همدې اژانس د راپور له مخې یوه پیچلې پوښتنه دا ده چې له کردانو سره به نوې اداره څرنګه چلند کوي. واشنګتن د سوریې د کورنۍ جګړې په لومړیو کې د کردانو ملاتړ کاوه، دا ډله چې یوه سیمه یې تر بشپړ واک لاندې ده، له نورو یاغي ډلو سره نژدې نه ده پاتې شوې.
د کردانو مشران په پرونۍ غونډه کې حاضر نه وو او تر اوسه د دې ډلې له خوا د نوي انتقالي مرحلې لپاره د الشرع د ولسمشرۍ په اړه تبصره نه ده شوې.