په هند کې د نړۍ په ترټولو سترو مذهبي مراسمو کې خلکو ته مرګژوبله اوښتې ده

په هند کې د نړۍ تر ټولو ستر مذهبي مراسم

د هند په یوه مذهبي مېله کې د خلکو په ګڼه ګوڼه کې لږترلږه ۱۵کسان مړه شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

د فرانسپرس خبري اژانس د راپور له مخې دا مرګ ژوبله د”کومب مېله” په نوم مراسمو کې پېښه شوې ده.

پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې یو شمېر زیارت کوونکو، چې د پرایاګراج ښار په سیند کې یې لمبېدل، پر هغو کسانو وختل، چې د سیند پر غاړه ویده وو.

د هند صدراعظم نریندرا مودي له قربانیانو سره خواخوږي ښودلې او د اپوزیسیون مشر راهول ګاندي د چارواکو “کمزوری مدیریت” د دې پېښې اصلي لامل بللی دی.

د اوتارپردیش ایالت اعلی وزیر ویلي، یو شمېر زیارت کوونکي سخت ټپي شوي، خو د وژل شویو کسانو کره شمېره یې نه ده ورکړې او نه یې هم د رسنیو له لوري د مړو شویو خلکو راپورونه تأیید کړي.

د سه شنبې تر ماښامه، چارواکو اعلان وکړ، چې د کوم مېلې مراسمو ته د زیارت کوونکو شمېر له ۱۷ میلیونه کسانو اوښتی دی. د هند حکومت اټکل کړی، چې سږ کال به شاوخوا ۱۰۰ میلیونه زیارت کوونکي په دې مراسمو کې برخه واخلي.

دا ۴۵ ورځنی جشن رسماً د دوشنبې په ورځ پیل شوی و او د فبرورۍ ۲۶ (د حوت ۸مه) به پای ته ورسېږي.

په دې شپږو اونیو کې، هندوان د سنگم سیند، چې د هند له درېیو مقدسو سیندونو—ګنګا، یمونا، او افسانوي نامرئي ساراسواتي یو ګڼل کېږي- راغونډېږي او هلته لامبي. دوی باور لري، چې دا لمبا یې ګناهونه پاکوي او روح یې سپېڅلی کوي.

د ملګرو ملتونو د علمي، تعلیمي او فرهنګي چارو ادارې یونیسکو دا مراسم د “بشریت د نا ملموس میراث” په توګه ثبت کړي دي.

دا د نړۍ تر ټولو ستر مذهبي مراسم دي، چې حتی له فضا هم ښکاري.