په خوست کې د یوې کورنۍ د لسو غړو د قتل په تور دوه کسان نیول شوي دي

په خوست کې یوې کورنۍ لس غړي د نامعلومو وسله والو کسانو له خوا وژل شوي دي

د خوست د علي شیر ولسوالۍ په پېښه کې د لاس لرلو په تور ۲ کسان نیول شوي

په دې ولایت کې طالب چارواکي وايي، دا کسان يې نن نیولي دي.

د ځايي مسوولینو په وینا، تیره شپه نامالومو کسانو د خوست د تریزايي او علي شیرو ولسوالۍ په ابوخانه کې د یوې کورنۍ لس کسان ووژل.

ځینو سرچینو یاده پيښه د شخصي دښمنۍ له کبله بللې ده.

په وژل شویو کې ۲ ښځې، ۵ ماشومان او پاتې درې نارینه لویان دي.

یو ځايي اوسیدونکي ویلي، چې یوه میرمن امیندواره وه او درې اولادونه یې په نس ول.

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کارونکو، کورنیو او بهر میشتو افغانانو په یاده پيښه خواشیني څرګنده کړې او دا عمل يې په سختو ټکو غندلی دی.

یادو کسانو له اړوند ادارو ادارو غوښتي، چې د پيښې عاملان ونیسي او په عام محضر ورته سزاء ورکړل شي.