د طالبانو د حکومت مشر وايي، د لوېدیځ او ختیځ له اخطارونو نه متاثره کېږي.
هبت الله اخوندزاده ته د منسوبې وینا بیلابیلې برخې چې یو شمیر کورنیو رسنیو خپرې کړي وړاندې په کې ویل شوي، که طالبان د نړۍ د هیوادونو په وړاندې مقاومت وکړي هیڅ ډول زیان به ورته ونه رسیږي.
دا څرګندونې ظاهراً د نړیوالې جنايي محکمې د ورستۍ پرېکړې او ځینو نورو نړیوالو فشارونو په غبرګون کې شوي او کورنیو رسنیو یې نېټه پرون دوشنبه ښودلې ده.
د طالبانو د مشر او قاضي القضات د نیولو په اړه د نړیوالې جنايي محکمې (ای سي سي) له غوښتنې او خينو نورو نړیوالړ فشارونو وروسته، تازه ملا هبت الله وايي چې دوی د لوېدیځ او ختیځ له اخطارونو نه متاثره کېږي.
ملا هبت الله ته په یوې منسوبې وینا کې چې ځینې برخې یې د افغانستان ځینو کورنیو رسنیو خپرې کړي، ظاهرا د نړیوالې جنايي محکمې د دغې غوښتنې په غبرګون کې له طالبانو غوښتي چې د نړۍ د هېوادونو په وړاندې مقاومت وکړي.
دغه وینا کې وړاندې له خلکو هم غوښتل شوي چې د دوی ترڅنګ ودرېږي،” څوک ضرر نه شي ورسولای، که یې شرق په مقابل کې ودریږي او که یې غرب په مقابل کې ودرېږي ضرر نه شي ورسولای، دا مو عقیده او په دې مو ایمان دی، پر دغه ولاړ یو، که غربیان دي که شرقیان دي اوس به موږ د دوی په اخطارونو په دې شیانو، د خدای په وعدو مو عقیده نشته په دې مو عقیده ده، مونږ به له دوی څخه متاثره کېږو”.
د کورنیو رسنیو د خپرو شویو معلوماتو له مخې دا څرګندونې نوموړي پرون دوشنبه په کندهار کې د جهادي مدرسې د زده کوونکو د فراغت په یوه غونډه کې کړې دي.
د طالبانو مشر وروسته له هغې دا څرګندونې کوي چې د تېرې اونۍ د پنجشنبې په ورځ د جنوري په ۲۳ مه د نړیوالې جنايي محکمې یا ICC د طالبانو د رهبر ملا هبت الله اخندزاده او د طالبانو د سترې محکمې د ريیس عبدالحکیم حقاني د نیولو د حکم غوښتنه اعلان کړه چې د بشري حقونو ګڼو فعالانو یې ملاتړ کړی دی.
د دې محکمې څارنوال کریم خان د حکم د اعلان پر مهال وویل، د طالبانو دغه مشران د بشريت پر خلاف په جنایتونو او د جنسیت پر اساس په ځورونو کې لاس لري.
خو د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالې جزايي محکمې غوښتنه دوه ګونی چلند بللی او ویلي ېي دي چې دغه اقدام د سیاسي انګیزې له مخې شوی دی.
د یادونې ده چې له نړیوالې جنايي محکمې ورسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د جنوري په ۲۵ په خپل ایکس پاڼه ولیکل، که طالبان له هغه څه چې وړاندې ويل شوي “نور امریکايي يرغمل” ولري امریکا ښايي د طالبانو د جګپوړو مشرانو پر سر “ډېره لویه جایزه” وټاکي، ښايي په خبره یې له هغې هم لویه چې د اسامه بن لادن لپاره دوی ټاکلې وه.
خو په قطر کې د طالبانو سفیر سهیل شاهین یې بیا په غبرګون پرون (د جنوري په ۲۸ مه) په خپل ایکس پانه ( پخواني ټویټر) ولیکل، د دوی د حکومت پالیسي دا ده چې مسایل له سوله ایزې لارې حل کړي خو که خبره د زور او فشار وي، نو په تېرو څو لسیزو کې د افغانانو جهاد د ده په خبره هغه درس دی چې ټول باید زده کړه ترې وکړي.
که څه هم د طالبانو حکومت په وار وار په افغانستان کې د بشري حقونو ل نقض انکار کړی او ادعا یې کړې ده چې د ښځو په ګډون د ټولو افغانانو حقونه د دوی په ټکو د اسلامی شریعت په چوکاټ کې خوندي دي خو دا ادعاوې افغانان میرمنو او نړیوالې ټولنې ته د منلو نه دي.
د طالبانو حکومت په دغه هیواد تر بیا واکمنېدو ورسته په نجونو او ښځو د نورو پراخو محدودیتونو تر څنګ دوی له شپږم ټولګي پورته له هر ډول زده کړو او دغه شان په ډیری دولتي او ټولو نادولتي ادارو کې له کار کولو هم راګرځولې دي.