د افغان لوبډلې راتلونکې سیالۍ له چا سره دي ؟

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

 د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د بنګله دیش خلاف کامیابه سیریز په خپلو بریاوو سره پای ته ورساوه، خو د هندوستان په روان سفر کې لا مهمې سیالۍ ته انتظار کوي.

افغان کرکټ ملي لوبډلې د بنګله دیش خلاف د ۳ شل اوریزه سیالیو کوربه توب وکړ، چې پکې یې د لمړي ځل لپاره بنګله دیش ته کلین سويپ یا ۳ د ۰ مقابل کې ماتې ورکړې.

 د افغان لوبډلې راتلونکې سیالۍ له چا سره دي ؟

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ټیسټ کرکټ خوب یوازې ۵ ورځې ورسته په حقیقت بدلیدونکی دی، دواړو ایرلینډ او افغانستان ته په تیر ۲۰۱۷ م کال کې فول میمبر شیپ یا پوره غړیتوب ورکړل شو، چې ورسره د لمړۍ درجې د ۱۰ هېوادونو شمیر ۱۲ ته ورسید.

 د کرکټ نړیوالې شورا لخوا دواړو هېوادونو ته د ۳ کلونو لپاره په ازمایښتي ډول مواقت بشپړ غړیتوب ورکړل شوی دی، چې په دغه موده کې به د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د وړاندې شوي شرایطو په پوره کولو سره دغه امتیاز په اوږد مهال بدلیدلی شي.

 یو له دغو شرایطو څخه د لوبډلې د سیالیو ترسره کول او د هغې ارزونه ده، چې یوه لوبډله باید د بشپړ غړیتوب لرونکو هېوادونو پر وړاندې ښې سیالۍ ترسره کړي.

افغانستان د هند له ملې لوبډلې سره مهم ټیسټ سیالي کوي

 خو افغانستان اوس کوم ډول او له چا سره سیالۍ لري ؟

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د هندوستان خلاف د تاریخي ټیسټ لوبې د ترسره کیدو وروسته د ایرلینډ خلاف سیالیو ته چمتوالی نیسي، چې کوربه توب یې ایرلینډ لري او د روان کال په راتلونکې اګسټ میاشت کې ترسره کیږي.

د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ ۳ شل اوریزه او ۳ پنځوس اوریزه کرکټ سیالۍ پلان شوې دي، چې د اګسټ میاشتې په ۲۰ مه نیټه په لمړۍ ۲۰ اوریزه لوبې سره پیل کیږي او د همدغه میاشتې په وروستۍ ۳۱ مه نیټه په دریمې ۵۰ اوریزې سیالۍ سره پای ته رسیږي.

 د ایرلینډ خلاف سیالیو وروسته افغان کرکټ ملي لوبډله د ۲۰۱۸ م کال د اسیا جام په ۵۰ اوریزه سیالیو کې ګډون کوي، چې په متحده عربي اماراتو کې ترسره کیږي.

د اسیا جام سیالۍ د ا ځل د ۶ هېوادونو په ګډون سره ترسره کیږي، چې پکې افغانستان، هند، پاکستان، سریلنکا، بنګله دیش لا د وړاندې په ډاګه شوي دي، خو یوه بله اسیایي لوبډله به پکې هم ګډونواله وي، چې ښآيي متحده عربي امارات، نیپال یا هانګ کانګ څخه یوه لوبډله اوسي.

 د اسیا جام په نوم دغه سیالۍ به د دریم ځل لپاره د متحده عربي اماراتو په کوربه توب د روان ۲۰۱۸ م کال د سیپټمبر میاشتې په ۱۷ مه نیټه پیل شي.

 افغانستان دوه ځلې وړاندې هم په دغه جام کې برخه اخیستې وه، چې په لمړي ځل ګډون سره یې د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې ته ماته ورکړې وه.

 افغان لوبډله د اسیا جام وروسته په روان ۲۰۱۸ م کال کې نورې کومې رسمي سیالۍ نه لري او د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ نړیوال جام ۵۰ اوریزه سیالیو کې د ګډون وروسته به د جون میاشتې په لمړۍ نیټه د اسټرالیا خلاف بخت و ازمايي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.