د اسراییلو او حماس ترمنځ له اوربند وروسته د دریو اسراییلو یرغمل شویو ښځو په بدل کې ۹۰ فلسطیني بندیان راخوشي شوي دي.
د حماس له یرغمله راخوشې شوې ښځې ۲۴کلنه رومي ګونن، ۲۸کالنه ایملي داماري او ۳۱ کلنه دورون شتاین براخر دي.
د راپورونو له مخې دا ښځې ۴۸۱ ورځې له حماس ډلې سره بندیانې وې.
د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو ویلي، دغو ازادو شویو ښځو یوه سخته او وحشتناکه دوره تېره کړې ده.
د امریکا ولسمشر جوبایډن د یرغملو د یوې ډلې خلاصون او د اسراییلو او حماس له خوا د اوربند د تړون پيل یو مهم ګام وباله.
بایډن وویل، له دې چې په غزه کې اوربند وشو ډېر ښه خبر دی او تمه ده څلور نورې یرغملې ښځې هم په راتلونکې یوه اوونۍ کې ازادې شي.
د فلسطیني راخوشي بندیانو د کورنیو غړو خوښي
بل پلو، فلسطینیانو پرون یکشنبې د اوربند په پار خوشحالۍ وکړې او ګڼې کورنۍ بېرته خپلو اصلي مېنو ته ستنې شوې.
د دریو اسراییلي ښځو په بدل کې ۹۰ فلسطیني بندیان د اسراییلو له زندانه ازاد شول، چې ډیر شمیر يې ښځې او تنکي ځوانان دي.
ځینو فلسطینیو ښځو له زندانه له خوشي کېدو وروسته د ازداۍ په هکله خپل احساس څرګند کړی دی. دوی نړیوالو خبرې اژانسونو سره په خبرو کې ویلي، “د ازادۍ خوښي له بیانه بهر ده”.
یوې راخوشې شوې ښځې د جرمني خبري اژانس ته ویلي، ”دا خوښي داسې ده، چې بیانول یې مشکل دي. موږ نن له خپلو خپلوانو او کورنیو سره ازادي لرو، الله تعالی موږ له سترې بریا سره ونازولو.”
خو دا راخوشي زندانیان د زندان د سختیو په هکله وايي، ”دوی تر پایه پورې موږ له تالاشیو او ظلم سره وځورولو.”
یوه بله راخوشې شوي بیا وايي، دوی په زندان کې د بهر له حالاتو ناخبره ساتل کېدې. ”بې له شکه چې د اشغال له زندانه خوشي کېدل د خوښۍ خبره ده، خو له واقعیت سره د مخامخ کېدو ډار هم شته، ځکه موږ په بشپړ ډول له وضعیت نه بې خبره ساتل شوې وو.”
د حماس او اسراییلو ترمنځ له پرون یکشنبې اوربند پیل شوی دی.
په غزه کې له اوربند سره سم، زرګونه بې ځایه شوي فلسطینیان نن دوشنبې بېرته خپلو کورونو ته ستنېږي هغوو کورونو ته چې له خاورو سره هوار شوي دي.
یو شمیر ستانه فلطسینایان وايي، په نژدې دوو کلونو کې دې ته په تمه وو، چې بیرته خپلو مېنو ته ستانه شي.
د ۴۳ کلنې رنا محسن لپاره، چې د غزې له ښاره جبالیا ته د پناه لپاره تښتېدلې وه، دا يو اوږد انتظار و.
د دریو ماشومانو دغې مور د فرانسې خبري اژانس ته ويلي، “موږ ۱۶ میاشتې دې شېبې په تمه وو.”
غزې ته بشرې مرستې
په غزه کې له اوربند سره جوښت د مرستو لارې دې سیمې ته ننوتلې.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو ادارې ویلي، د یکشنبې په ورځ له ۶۳۰ زیاتې لارۍ چې بشري مرستې یې لېږدولې غزې ته ننوتلې. نوموړی وايي له دې جملې لږترلږه ۳۰۰یې د تړانګې شمال ته روانې شوې دي.
خو د غزې هغه جګړه ځپلي فلسطینایان چې له مودو بشري مرستو ته په تمه دي وايي، لا يې مرستې نه دي لاسه کړي.
له دې وړاندې د ملګرو ملتونو مرستندویه بنسټونو ویلي، پر وړو اونورو اړینو خوراکي توکو بار لارۍ غزې ته د تګ لپاره تیارې دي.
د غزې پولې ته نژدې مرستندویان په تمه دي چې د ورتګ اجازه ورکړل شي.
د فلسطیني بې ځایه شویو کورنیو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې اونروا مشر فیلیپ لازاریني پر خپله ایکسپانه لیکلي ” څلور زره لارۍ د غزې پر پوله ولاړې دي چې نیمې به یې اړین خوراکي توکي ورسوي.
امریکا د قطر له لومړي وزير څخه د منځګړيتوب په هڅو کې د “مهم رول” له کبله مننه کړې
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د قطر له لومړي وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني څخه د حماس او اسرائيلو تر منځ په اوربند کې د منځګړیتوب هڅو کې د هغه د “مهم رول” له امله مننه کړې ده.
د اسراییلو او حماس ترمنځ اوربند
د امریکا متحده ایالاتونو، مصر او قطر په منځګړیتوب د اسراییلو او حماس ترمنځ اوربند د شنبې په ورځ نهايي او له پرون یکشنبې يې پلي کیدل پیل شول.
دا اوربند د امریکا د نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لوړې له مراسمو سره سم په یوه ورځ پلي شو.
د اسراییلو او حماس ترمنځ دا اوربند په څو پړاوونو کې پلي کیږي.
د تړون لومړۍ پړاو
د تړون په لومړۍ مرحله کې به ۳۳ اسراییلي یرغمل چې ښځې، ماشومان او تر پنځوسو کلنو پورته سړیان پکې شامل دي خوشې شي.
په بدل کې به یې سلګونه فلسطیني بندیان راخوشې کېږي، داسې چې د هر ملکي یرغمل اسراییلي په بدل کې ۳۰ فلسطیني بندیان او د هرې ښځینه یرغمل اسراییلۍ عسکرې په بدل کې ۵۰ فلسطیني بندیان خوشې کيږي.
همدارنګه موافقه شوې چې د ورځې به ۶۰۰ لارۍ بشري مرستې غزې تړانګې ته ورسیږي.
د مصر په خاوره کې وار د مخه سلګونه لارۍ بشري مرستې ولاړې دي او د رفح له عبوري سیمې سره غزې ته د ننوتلو انتظار باسي.
د تړون دویم پړاو
د حماس او اسراییلو د تړون په دویم دور کې به چې وروسته یې په اړه مذاکرات پیلیږي ټول پاتې یرغمل نیول شوي کسان خوشې کېږی او اسراییلي سرتیري هم په بشپړه توګه له غزې تړانګې وځي.
د تړون وروستۍ او دریم پړاو
د تړون دریمه او وروستۍ مرحله چې احتمالاً کلونه وخت ونیسي د ملګرو ملتونو، مصر او قطر تر څار لاندې د غزې بیا رغونه او هم د ټولو مړو شویو یرغملو د جسدونو او د بدن د پاتې شویو انتقال پکې شاملیږي.
تمه کېږي چې د امریکا، قطر او مصر په منځګړیتوب رامنځته شوی تړون به بلاخره د غزې د ۱۵میاشتنۍ جګړې د ختمېدو لامل شي.
پر غزې وروسته له هغه د اسراییلو هوايي او ځمکني بریدونه پيل شول چې حماس ډلې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اوومه د اسراییلو په جنوب په برید سره لږ تر لږه ۱۲۰۰ کسان ووژل او نږدې ۲۵۰ نور یې یرغمل کړل.
د حماس تر څار لاندې د غزې روغتیايي چارواکو ویلي، د اسراییلو په بریدونو کې چې ان تر شنبې د جنورۍ ۱۹ مه پورې يې دوام درلود نږدې ۴۷زره کسان وژل شوي دي.
Be the first to comment