د ستونزو پرمهال مو ځانته داسې د ښه والی احساس ورکړئ

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

ژباړه: حمیدالله حمیدي
د ذهن د قدرت په اړه تر اوسه پورې ډېرې زیاتې لیکنې شوې دي. د انسان ذهن د دې وړتیا لري، چې احساسات او عواطف تنظیم کړي. یو څه باید هېر نه کړئ، چې د عواطفو او احساساتو کنټرول له تنظیمولو سره توپير کوي. ډېری کسان وایي، « نه شم کولی احساسات مې کنټرول کړم.» دغه کسان د احساتو د تنظیم او کنټرول تر منځ توپیر نه شي کولی. د احساساتو له تنظیم څخه موخه دا ده چې هره شېبه دې ته پام وکړئ چې څه حس لرئ؟
د بېلګې په توګه کله چې د یوه شي له کبله غوسه وۍ، وکولی شئ یو څه ناڅه ځان ارام کړئ. د ډېر اجباري خوشالۍ هڅه هم مه کوئ، ځکه اجباري او تحمیلي خوشالي کېدای شي خبره نوره هم خرابه کړي. تر ټولو مهمه دا ده چې یوازې پر ځان باور ولری او د غوسې او خپګان پرمهال هم خپله ارامي وساتئ.
په دې لیکنه کې پنځو هغه ټکو ته اشاره شوې ده چې له ستونزو سره سره بیا هم د ښه والي حس وکړئ:
۱- فکر مو پر یو بل شي بدل کړئ
د ستونزو پر مهال چې څومره په هماغه خواشینوونکو افکارو کې ډوبېږئ وضعیت مو خرابېږي. نو د دې لپاره چې د تېر په اړه او هغه څه باندې فکر وکړئ چې تاسو یې خواشیني کړي یاست، ښه ده چې پر دې فکر وکړئ چې په راتلونکې بیا له داسې څه سره مخ نه شئ. هڅه وکړئ فکر مو په بېلا بېلاو شیانو بوخت کړئ، تلاوت وکړئ، پیاده روي وکړئ او یا بل هغه کار چې فکر مو پرې بدلېږي.
څېړنو ثابته کړې ده چې د خواشینۍ پرمهال د فکر بدلول، د خپګان په له منځه وړلو کې ډېره مرسته در سره کولی شئ. د بېلګې په توګه د غاښونو ډاکټر ته په تم خونه کې ناست یاست، مجله ولولولئ او یا له ناستو کسانو سره پر داسې موضوع خبرې وکړئ، چې په غاښونو پورې هېڅ اړوند نه وي. ان کولی شئ، د غاښ ایستلو پر مهال هم د بېلو شیانو په اړه فکر وکړئ. د فکر بدلول، چې موږ ورته په کلیوالي ژبه د فکر غلطول وایو د عصبي دردونو په مخنیوي کې هم ډېر رول لري.
۲- پېښې ته له بلې زاویې وګورئ
د پېښې یا یوې موضوع په اړه د لید لوري بدلول او یا په بله اصطلاح له بلې زاویې ورته کتل هم کولی شي په احساساتو مو مثبت اغېز وکړي. د بېلګې په توګه که د ملګري له ډېرو خبرو ستړي وۍ، کېدای شي له ځان سره فکر وکړئ ملګری مو ډاډګېرنې ته اړتیا لري. یا د ملګرو له ډېرو پوښتنو ستړي شوي یاست، داسې فرض کړئ، چې کېدای شي ستاسو مرستې ته اړتیا ولري. فکر وکړئ ستاسو شتون د نورو لپاره ګټور دی، چې دغه مثبت فکر د خپګان پر ځای درته د خوښۍ انرژي درکوي.
۳- شوخ طبعته اوسئ
خندا مو ذهن بدلوي او مثبته انرژي درکوي. هغه خوښي چې پر ځای شوخۍ او خندا څخه یې تر لاسه کوئ د ټولنیز ژوند او جسمي روغتیا لپاره ګټه رسوي. کله چې یوه ټوکه وایاست او یا له ملګرو سره داسې خبرې کوئ چې خوښي پکې وي، د احساساتو په مدیریت کې در سره خورا مرسته کوي. څېړنې وایي پر ځای ټوکې ټکالې د خپګان له منځه وړلو لپاره ګټورې تمامېږي.
۴- فرض کړئ په یوه بله زمانه کې ژوند کوئ
د واټن بدلون د دې لامل کېږي، چې تاسو په خلاصو سترګو د مسایلو په اړه فکر وکړئ. خپل اوسني حالت ته د پنځو کلونو وروسته زمانې له کړکیو وګورئ او له ځان سره فکر وکړئ، اوس چې په کومو ستونزو کې را ګیر یاست، پنځه کاله وروسته به دا نه وي او د یوه خوښ ژوند لرونکي به وۍ. ځان په یوه ښه او خوشاله راتلونکې کې فرض کړئ او راتلونکې ته هیله من اوسئ.
۵- موقعیت ته مو بدلون ورکړئ
کله چې نه شې کولی ستونزه حل کړې، محیط ته مو بدلون ورکړئ. د محیط دغه بدلون کېدای شي یو لوی بدلون وي لکه د دندې بدلون او یا هم د اوسېدو د ځای بدلون. څېړنو ښودلې ده چې په داسې شرایطو کې کوچنی بدلون هم ستاسو خواشیني کمولی شي. د بېلګې په توګه د منفي ګرا ملګري له څنګه پورته شئ او د ځان لپاره یو مثبت فکره ملګری پیدا کړئ. یا دا چې تل په کار ځای کې د غرمې ډوډۍ د کاري مېز له څنګ سره خورئ ولاړ شئ طعام خورۍ ته او د ګڼو نورو ملګرو په څنګ کې یې نوش جان کړئ. دغه واړه کارونه کولي شي د احساس وړتیا مو لوړه کړي او یو څه خپګان له منځه ولاړه شي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.