خوندورې هندي پیکوړۍ؛ د پخولو لپاره یې د اړتیا مواد داسې چمتو کړئ

رنګین تجريدي ډیزاین

ژباړه: مریم محمدي
یو شمیر خواړه په ځانکړو وختونو کې ډير خوړل کیږي لکه په اوړي کې ترکاري، په ژمي کې حبوبات، په اخترونو کې خوږې میوې.
پیکوړۍ بیا هغه خواړه دي چې د نورو وختونو په پرتله په روژه کې ډیر پخول کیږي. تاسو به حتمي پکوړۍ خوړلي وي. کیدای شي چې په هندي فلمونو، سریالونو یا کله چې مو هند ته سفر کړای وي، هندي پکوړیو له خوراک سره به مخ شوي یاست.
نن غواړو چې د هندي پکوړۍ پخولو طریقه در زده کړو:
اړین مواد
– نیم ګیلاس د غنمو اوړه
– نیم ګیلاس د نخودو اوړه
– دوه دانې پیاز
– دوا دانې مرچ
– یوه ګیډۍ تازه دڼیا
– نوشپیاز یا تازه پیاز نیمه ګیدۍ
– کورکمن یوه قاشوغه
– مالکه د اړتیا وړ
– اوبه نیم ګلاس
– غوړي د اړتیا په اندازه
د پخولو طریقه
اول په یوه لوښه کې د غنمو اوړه، نخودو اوړه، مالګه او اوبه سره داسې مخلوط کړئ چې ټول مواد یو بل سره یو ځای شي.
پیاز، دڼیا، نوشپیاز او مرچ واړه واړه میده کړئ، بیا دا هم له اوړو سره یو ځای کړئ، چې ټول مواد یو له بل سره ښه ګډوډ شي.
وروسته په یوه ګړیچه کې غوړي واچوئ چې سره شي.
یوه یادونه دلته ضرور ګڼم هغه دا چې که غواړئ هر خواړه سره کړئ، خو په دیک کې ونه نښلي، نو پکاره ده چې غوړي ورته ښه ګرم کړئ، کوم خواړه چې په ښه سره شویو غوړو کې سره شي، هغه بیا نه نښلي.
هر کله چې پوشوئ چې غوړي سره دي، نو د پکوړې لپاره تیار شوي مواد په قاشوغې سره هرکارۍ کې په ترتیب سره ور واچوئ چې سره شي.
کله چې ټولې پکوړۍ پخې شوې نو کولای شي له چکني سره یې نوش جان کړئ.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.