څه ډول چې له کوره بهر خوشحال یاست، همداسې چلند په کور کې هم وکړئ

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

ژباړه: حمیدالله حمیدي
ډېری کسان کله، چې په ټولنه او یا هم کاري محیط کې وي، له خلکو او خپلو همکارانو سره ډېر په زړه پورې، صمیمي او له مینې ډک چلند کوي، چې له نیکه مرغه دا یوه ښه عادت دی او په دې سره یې ورځ تر بلې د ملګرو شمېر هم زیاتېږي. خو له بده مرغه، کله، چې دغه کسان کورته ننوځي، دا هر څه له دروازې بېرون پرېږدي، داسې رفتار او خبرې کوي، چې په یو ډول نه په یو ډول یې د مېرمنې د آزار او خپګان سبب ګرزي. ډېره کله دا خبرې ان د بې ادبۍ تر سرحده پورې رسېږي، خبره دومره له چوکاټه ووځي، چې ان مقابل کس یې هم د زغملو توان له لاسه ورکوي.
کله، چې موږ له خپلې مېرمنې سره ښه چلند کوو دا په دې مانا ده، چې هغوی موږ ته ارزښت لري او دا څه د مېرمنو لپاره تر هرڅه ارزښتناک او د قدر وړ دي، دوی احساس کوي، چې خاوند ته یې څومره مهمه ده او د خاوند په شتون کې د پوره ډاډ او امنیت احساس ورته پیدا کېږي. کله، چې تاسو خپلې مېرمنې ته په احترام قایل شئ او درنښت ورکړئ، معلومه خبره ده، چې دوی دوه چنده له تا سره ښه چلند کوي او په درنه سترګه درته ګوري. دا څه یوازې د مېرمنو کار نه دی، بلکې که تاسو په هر ډول محیط کې له خلکو سره ښه چلند وکړئ، نو په بدل کې به یې ښه چلند وینئ.
دا خبره سمه نه ده، چې وایي «ښه مه کوه بد نشته» بلکې اصلي خبره دا ده، چې وایي « انسان د احسان تابع دی» که دې ښه وکړل په بدل کې به یې ښه ویني او که خدای مه کړه له چا سره بد چلند وکړ، نو بیا د ښو تمه هم مه ترې کوئ.
څېړنو ثابته کړې ده، چې د نارینوو په نسبت ښځې څو چنده پر خپلو مېړونو مهربانه دي. کېدای شي ځینې وخت د مېرمنې لخوا هم له خاوند سره بد چلند وشي، خو په ګډ ژوند کې دا هر څه ممکن دي او باید د دواړو ترمنځ د خبرو له لارې جوړ جاړی وشي، مشهوره خبره ده، چې وایي« که یو کس د بام پر سره یوازې ژوند کوي، بهتره داده، چې له یوې ژبورې ښځې سره تر چت لاندې ژوند وکړي» مېړونو ته هم لازمه ده، چې تل د خپلو خبرو واک په خپل لاس کې واخلي، تل متین او با وقاره اوسي. د یوه نارینه لپاره لازمه ده، چې هر موقعیت ته په کتو سره خبرې وکړي او خبرې یې د دې سبب نه شي، چې خدای مه کړه د چا د ازار سبب وګرزي.
کېدای شکه کله په کور کې تاسو په غوسه وئ، خو کله، چې دروازه ټک ټک کېږي زر تر زره باید د خپلو خبرو لهجې ته بدلون ورکړئ او په ډیره نرمه او له مینې څخه په ډکه لهجه او خلاصه ټنډه له راغلي کس سره خبرې وکړئ.
له دې لیکنې څخه مو موخه دا ده، چې له هر چا سره باید د خبرو کولو ځانګړی طرز په پام کې ونیسئ په ځانګړي ډول له خپلې مېرمنې سره، ځکه هغه ستاسو د ژوند شریکه ده، که تاسو د خپل ژند له شریکې سره ښه اړیکه ونه لرئ، نو مه هېروئ، له خپل ژوند څخه په هېڅ صورت سره خوند نه شئ اخیستی، او بلاخره دا څه د دې سبب کېږي، چې اولادونه به مو هم په ښه روحیه نه وي روزلي او ان ډیری وخت کېدای شي ستاسو په کورنۍ کې د درز لامل وګرځي.
د دې لپاره، چې پوه شئ تاسو په خپل کور کې له مېرمنې سره په اصولو او د ادبي معاشرت په چوکاټ کې خبرې او چلند کوئ که نه؟ باید دې پوښتنو ته ځوابونه ووایئ:
مېرمن مو ستاسو د خبرو او ورځني چلند په اړه څه احساس لري؟
ستاسو چلند ستاسو د مېرمنې په عزت نفس باندې څه تاثیر لري؟
مېرمن مو د یوه نعمت په سترګه درته ګوري او که په شتون مو شرمېږي؟
دغو پوښتنو ته په ځواب ورکولو سره به درته جوته شي، چې تاسې څه ډول کس یۍ، که پوه شوئ، چې تاسو په سم ډول له خپلې مېرمنې سره د معاشرت د آدابو له مخې پر مخ نه ځئ، نو لا هم وخت لرئ، چې خپل ځان جوړ کړئ، تر څو له پاتې ژونده خوند واخلئ.
څه باید وکړئ؟
تاسو په دې پوهېږئ، چې مینه ګوستاخي نه بلکي د ښه ژوند لپاره تر ټولو یوه ښه لاره ده. که په ريښتیا هم له خپلې مېرمنې سره مینه لرئ، نو ضرور باید له هغوی سره د معاشرت آداب هم زده کړئ. د دې کار د کولو لپاره تر ټولو مخکې له هغو کارونو لاس واخلئ، چې د مېرمنې د خپګان او آزار سبب مو ګرځي.
په دې ځای کې درې شیان دي، چې له تاسو سره مرسته کوي، تر څو له مېرمنې سره مو د معاشرت آداب زده کړئ:
۱- له مېرمنې سره مو داسې چلند وکړئ، چې تاسو یې هم د کولو تمه ترې لرئ.
۲- کله چې تاسو له کور بېرون، په ټولنه، کاري محیط، له نېږدې ملګرو سره څه ډول چلند کوئ په کور کې هم په هماغه ډول خندان او مینه ناک اوسئ.
۳- هغه څه، چې مخکې مو مېرمنې در څخه غوښتي تر اوسه مو نه دي تر سره کړي، بیا ترې وپوښتئ، دغه څه هم ور سره شریک کړئ او قناعت ورکړئ، چې غوښتنې یې باید په داسې سرحد کې وي، چې ستاسو له وسې سره پوره وي، ډاډه یم، کله، چې له خپلې مېرمنې سره په سم ډول چلند وکړئ، په هر ډول در سره ګزاره کوي، ځکه چېرته چې خوښي وي، هلته بیا مادیاتو ته دومره ارزښت نه ورکول کېږي او معلومه خبره ده، چې خوښ ژوند په ډېر پیسو او مادیاتو کې نشته، یوازې موږ خپله کولای شو، چې د ځان لپاره د خوښ ژوند زمینه برابره کړو او بس.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.