د خلکو له ښو باید بده ګټه وانه اخیستل شي.
عزت او زلت د خدای پاک په لاس کې دی. چاته یې چې خوښه شي عزت ورکوي او د چا په نصیب بیا زلت شي. ډېر به مو لیدلي وي چې په ناڅاپي ډول په ټولنه کې یو کس را پورته شي مهمه نه ده چې عمر یې څومره وي د عزت ستوري یې لکه په شنه اسمان کې راڼه پړقېږي.
په کورنۍ کې هم د ګڼو ورڼو او خویندو په منځ کې یو د ټولو د سر تاج شي. دا سمه ده چې وروڼه خویندې په خپل منځ یو بل ته ارزښت لري او اولادونه بیا د مور او پلار د زړه ټوټې او ټول ورته یو ډول ګران وي، یو یو پکې بیا خپله د کورنۍ، ټولنې او ان هېواد لپاره ویاړ شي.
په دې برخه کې دغه پښتو بیت، میندې راوړي ډېر زامن ډېر اولادونه، یو یا دوه یې افلاطون او سکندر شي، ښه صدق کوي. دغه راز په دولتي او شخصي ادارو کې، چې په یو وخت په کې ډېر نارینه او ښځینه کار کوي، خو ځینې یې بیا په خپلې وړتیا، ډېر کار، اخلاص او صداقت سره د ادارې د رییس، مدیر او نورو زړه خپل کړي.
د بریالیو مدیرانو یوه ښه ځانګړنه هم دا ده چې په خپله اداره کې د راز خلک له ځان سره ساتي. اروا پوهان مدیرانو ته سپارښتنه کوي، که مو له یو چا سره کاري اړیکې خرابه شوې وي، بیا یې نو په اړه ډېر فکر مه کوئ. په شاوخوا کې مو ډېر نور کسان شته چې له تاسو سره کار وکړي. دغه کسان ستاسو د کارکوونکو، مدیرانو او شریکانو په توګه ستاسو په کاري ژوند کې ډېر ارزښت لري او تاسو یې هم باید د ارزښتمنو کسانو په توګه له ځان سره وساتئ.
په ډېری ادارو کې کله چې څوک د خپلې وړتیا له مخې یوه موقف ته رسېږي، واک او اختیار ورکول کېږي او یا هم د نورو پر سر ګمارل کېږي، تر څو د ادارې د مشر په خوښه خپل ورکړی صلاحیت په پوره قدرت و کاروي، د ادارې ځینې نور کار کوونکي ور سره حسادت کوي.
لومړی باید دا ومنو چې وړتیا پټه نه پاتې کېږي. وړتیا لکه په ایرو کې لعل، هېڅکله نه پټېږي. وړتیا عمر نه غواړي. په شخصي ادارو کې تر ډېره وړتیا ته ارزښت ورکول کېږي او مدیران یې هڅه کوي چې داسې کسان په کار وګماري، چې خپل کارونه پر خپل وخت او سم ډول تر سره کړي. او هغه کسان چې ډېر ورته د ارزښت وړ وي، بیا نو ورته ځانګړی موقف ور کول کېږي. ځینې کسان له بده مرغه داسې خاصیت لري، چې د خپلو نورو همکارانو ترفیع او پرمختګ نه شي زغملي او دا خو بیا ورته بیخي د زغملو نه وي، چې د یوې رتبې خاوند شي، چې کېدای شي له دوی څخه یې عمر هم کم وي، د دوی پر سر آمر وټاکل شي او ورځنۍ چارې یې دې وڅاري. سمه ده چې پر سر نوی ټاکل شوی همکار به یې له وړتیا سره سره پراخه ټنډه اوسینه هم لري، د خپلو همکارانو پر ځینو کړنو، لکه ناوخته راتګ، کم کارۍ، ناغېړۍ، ټنبلۍ، چې کېدای شي ټول د کسر معاش او یا هم د اخراج کېدو لامل هم شي، د دې لپاره سترګې پټې کړي تر څو یې پخوانۍ ملګرتیا خرابه نه شي. خو مقابل اړخ پر دې هر څه سترګې پټوي، نه یوازې ددې ښېګڼې منندوی نه وي، بلکې بیا هم خپله غوسه پالي.
یوه څه ته مو باید پام وي چې دغه څه درته د ګټې پر ځای زیان اړوي او لکه شمع له دننه سوځېږئ. شمع وایي، زه اور نه اخلم، خو په منځ کې چې کوم تار (پلته) لرم هغه مې سوځوي. کینه هم دې ته ورته ده. که څوک در سره وي او که نه وي، تاسو به ځورېږئ. راځئ یو بل ومنو او وزغمو. د دې پرځای چې وخت له نورو سره پر حسادت کولو او دې فکر تېر کړو چې ولې احمد یا محمود دومره پرمختګ وکړ، ښه ده چې خپلې وړتیاوې لوړې کړو.
مثبته سیالي مو له سیال سره سیال کوي، خو که مو نیمه ورځ پر ځان نیت بد وي او نیمه ورځ پر بل هغه ده چې دین او دنیا دواړه به مو له خاورو سره خاورې شي، چې د یوه انسان لپاره هېڅ د زغملونه ده.
په کاري میحط کې خپل رییس، آمر، مدیر او همکار ته درناوی کول او په څنګ کې ور سره په پوره صداقت خپله دنده سرته رسول مو د پرمختګ لامل کېږي. له ښو اخلاقو او ښه چلند یې بده ګټه مه پورته کوئ بلکې زړه یې خپل کړئ. د دې پر ځای خپل وخت په حسادت او له نورو څخه په سرغړونه تېر کړئ، ښه ده چې هغه لارې چارې و پلټئ او زده یې کړئ، چې تاسو هم د نورو په څېر پرمختګ وکړئ.
په دنده کې د پرمختګ په اړه ګڼې لیکنې په یاران وېب پاڼه کې لوستلی شئ.