شاعر، ملا او فیسبوکي غبرګون؛ څه سم، څه ناسم وه او کوم پیغامونه یې راکړل؟

رنګین تجريدي ډیزاین
لیکنه: غازي عابد

اول ډیر ویاړم چې زموږ زوړ، پوخ او ځوان قشر داسې یوه حالت ته تقریباً رسیدلی چې د بحران و جنجال تر ۸۰ سلنه حال په خبرو او ناسته کې ویني، نه د ټوپک ډز او په کوتکونو وژنه کې !
کیسه دا ده چې څو ورځې وړاندې کونړ ولایت کې یوه سیمه ییز شاعر په خپل لیکلي شعر کې لږ له پولو واوښت او یو شمیر مشرانو ته یې سپکاوی وکړ.
اصل کې خو د شاعر دا شعر د نقد وړ دی، ځکه هیڅ اړتیا نشته چې د هیوادنۍ مینې او درد لپاره دې چوکاټونه مات شي. دا نه خلک ویښولی شي، نه یووالی راوستلی شي او نه موږ د دښمن خلاف پیاوړی کولی شي، پرته له دې چې یوازې خپلو کې مو سره اخته کړي.
ورپسې د څو منځګړو چې ښکاري دیني علماء او قومي مشران دي، راپورته شول، دا شاعر یې ونیو او بیا یې په یوه لویه ناسته کې داسې محاکمه کړ، چې باید داسې نه وای شوی.
سمه ده موږ به هر ځای دودیزې جرګې پالو، خو ددې دودیزو جرګو اخلاقي پولې او اصول به مراعتوو. یو ملا چې ویډیو کې ښکاري، شاعر ته وايي، ووایه بد مې کړي، بیا یې نه کوم، دا خبره یې سمه ده، ځکه دا ملایان هم د دیني علماوو او هم د مشرانو په حیث پرې حق لري چې په تیروتنه کوونکي ځوان توبه وباسي، ځکه دا کار پرته له دې هم موږ معمولاً په خپل کورني او کلیوالي ژوند کې ډیر تکراروو. خو اصله خبره د ملا دا خبره چې شاعر ته وايي، ووایه چې «غ… مې خوړلي» له څو اړخونو د نقد ده:
اول؛ د اسلام د سپیڅلي دین له مخې دا اجازه نشته چې انسان ته دې دومره سپک ولیدل شي، بیا ددیني علماوو په شتون کې دا ډول بې چوکاټه بخښنه یو تهداب او بنسټ ګرځي، شاید سبا هرځای کې له دې بدتره وکارول شي.
دویم؛ اړتیا نشته چې ددومره لسګونو خلکو ترمخه یو شخص راپورته کوې، هغه ته وايې چې ووایه چې دا … مې خوړلي. هغه قوم قبیل او ټولنیز ژوند لري، ملګري او ډیر نور څه. سبا دا دې شاعر ته د عُقدې جوړلو بنسټ او ډبره کیښودلی شي.
او دریم دا چې یوه رسمي ځای کې ناست یاست او د اسلام او قانون له چوکاټ بهر محاکمې کوئ، ښه دی چې همدا قضیه مو له قانوني اړخه تعقیب کړی وای، حتا دې کې به درسره هر څوک دریدای، قانون ورته حتماً غوره حل لاره لري !

د فیسبوک کاروونکو غبرګون

دا هر څه پریږده؛ د ملا او شاعر خبره ختمه شوه، خبره دریمې ډلې ته لاړه چې فیسبوک کاروونکي دي. دا ښه ده چې دوی مسایل له نیږدې څاري، ملاتړ او انتقاد کوي، دا یوه اړتیا او د طبعیت خبره هم ده.
زه به هم له هغو لومړنیو کسانو وم چې مې همدا ویډیو ولیده، همده یوه ټکي ته مې پام شو، ما هم نیوکه ولیکله، ځکه حق لرم، خو دا حق نه لرم چې له چوکاټه بهر ووځم؛ ملا یا شاعر پسې سپکې سپورې ولیکم.
خو له بدمرغه وروسته وروسته ما فیسبوک لیده، د ملا دې خبرې تاوده غبرګونونه پارولي ول، دا غبرګونونه د ملا د توبې په نوم له هغې خبرې هم افراطي ول، واقعاً له زړه پرې خفه شوم.
ځکه وینه په وینه نه مینځل کیږي او بحران په بحران نه مدیریت کیږي. د هر بحران پای لپاره به د بحران ختموونکې لارې انتخابوې.
دلته د بحران لار همدا وه چې اول خو شاعر نقد شوی وای چې ښه یې نه دي کړي چې له پولو اوښتی، خو ځه دا چې هغه واوښت، نو اړتیا نشته چې جرګه کوونکي دې په دا ډول سره جرګه وکړي او ناوړه الفاظ پرې تکرار کړي. له دې دواړو جریانونو وروسته بیخي ناسم دا دي چې بیرته مو وینه په وینه ومینځله، ملا یا جرګه کوونکو ته مو سپکې سپورې وویلي.
موږ باید له ډیرې منطقي نیوکې سره غبرګون ښودلی وای او دا ملا او ناسته ډله مو په دلیل نقد کړی وای.
فکر کوم که همداسې شوي وای، ددې خبرې کوونکی شخص او هر جرګه مار خجالته کیده او فکر یې کاوه چې د ستونزې حل یې په ستونزه کړی.
موږ پوهیږو چې د ټولنیزو رسنیو کارونکي اکثره ځوانان دي، که ځونان دا ډول حالاتو کې سالم او مستدلل غبرګونونه وښيي، دا په واقعیت کې د ټولنې د تر ټولو پیاوړي قشر د قوت ښکارولو مانا ورکوي.

پایله؛

له درېواړو پرلپسې تیروتنو سره سره زه څو ټکو ته خوشبین شوم:
یو دا چې افغان ټولنه دومره ویښه شوې چې کولی شي هر هغه څه ته پام وکړي چې بحران زیږوي، نه بریا.
دویم دا چې موږ دې حالت ته رسیدونکي یوو چې کولی شو، ستونزې د وهل و ټکولو پرځای په بې وسلو جرګه او ټولنیزو غبرګونونو حل کړو.
دریم دا چې اوس د بحران حل لپاره د خپلسرو محاکمو پرځای هغه قانون غوره ګڼل کیږي چې ټولو منلی دی. لکه څرنګه چې دې مسله کې د قانون پلوي وشوه
او څلورم دا چې د لانجو دې دریو پيښو دا بحثونه راوپارول چې شاعر باید په خپل شعر لیکنه فکر وکړي، ملا و جرګه مار باید په خپل منځګړیتوب او د فیسبوک فعالان په خپلو غبرګونونو.
د ویښ، روښانه او ځوان افغانستان په هیله !
 
 
 

1 Comment

  1. لیکنه دې خوږه وه، خو مولا نه مې دومره بد راځي چې سپي ډير پې ښه ده. دا مولانيانو ته نې اول ذير احترام وو خو په خو ددوی کړنو ته حې ګورم پې لعنت دې وي.

Comments are closed.