د راشد خان په شتون کې د بیګ باش سیالیو اتله لوبډله مخ په زوال روانه ده !

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

 د اسټرالیا د کورني کرکټ ۲۰ اوریزه سوداګریزه سیالیو د تیر ځل اتله آډلایډ سټرایکرز لوبډله ښايي دا ځل فاینل ته رسیدو وړاندې رخصت شي.

 د بیګ باش په ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو کې دغې لوبډلې د تیر ځل اتلولۍ جام ګټلی دی، خو سږ کال یې حالت خراب ښکاری.

 د ۲۰ اوریزه کرکټ نمبر سپین بالر افغان لوبغاړی راشد خان هم له دغه لوبډلې سره شتون لري، خو د نوموړي شتون سره سره هم سټرایکرز لوبډلې له ۱۱ ترسره کړیو لوبو څخه یواځې ۴ ګټلې دي او په شپږم مقام کې ځای لري.

 د ترسره شویو سیالیو د نمراتو د جدول له مخې هوبرټ هریکنز لوبډله په ۹ بریاوو سره لمړی، سډني سیکسرز په ۷ بریاوو سره دویم، ملبرن رینیګیډز هم په ۷ بریاوو سره دریم، ملبرن سټارز په ۶ بریاوو سره څلورم، سډني تندر په ۵ بریاوو سره پنځم، سټرایکرز په ۴ بریاوو سره شپږم، بریسبان هیټ او پرت سکارتچر په ۳ بریاوو سره په اووم او اتم مقام کې ځای لري.

 دغه سیالۍ د تیرې ډیسمبر میاشتې په ۱۹ مه نیټه د همدې آدلایډ سټرایکرز لوبډلې پر بریا سره پیل شوې دي او د راتلونکې فیبرورۍ میاشتې تر ۱۷ مې نېټې پورې به دوام وکړي.

 د یادونې وړ ده، چې په دغه سیالیو کې مبلرن رینګیډز لوبډلې سره افغان الراونډر محمد نبي عیسی خیل هم شتون لري، چې اوس مهاله دغه لوبډله مخکښه ده او بل پړاو ته تګ یې هم اسانه شوی دی.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.