په لغمان کې د رسنیو ترمنځ د سولې په نوم د کرکټ سیالیو درې اړخیز سیریز 

رنګین تجريدي ډیزاین

په ختیځ لغمان ولایت کې د ننګرهار، کنړ او لغمان ولایتونو د رسنیو ورزشي خبریالانو ترمنځ د کرکټ سیالیو درې اړخیز سیریز پیل شو.

دغه سیالۍ د افغانستان د ورزشي خبریالانو د فدراسیون او د لغمان ولایت د ورزشي خبرالانو د ډلګۍ لخوا پلان شوې دي، چې د مسولینو په وینا یې موخه یې ترې د رسنیو د ورزشي خبریالانو ترمنځ په رسنیزه برخه کې د اړیکو نږدې والی او همدا راز د سولې پیغام خپرول دي.

 د سیالیو پیل د کنړ او لغمان ولایتونو د رسنیو د لوبډلو ترمنځ په لمړۍ لوبې سره وشو، چې پکې کنړ کوربه لوبډلې لغمان څخه ماتې وخوړه.

همدا راز د نن ورځ په دویمه لوبه کې به د ننګرهار لوبډله لمړی د لغمان او دریمې بلې لوبه کې به د کنړ لوبډلې سره مخامخ شي.

دا درې اړخیز سیریز، چې دوه ورځو کې یې لوبې پلان شوې دي، دوه ګټونکې لوبډلې به تر پای لوبې ځان ورسوي، چې نن مازیګر ۳ بجې به پای ته ورسیږي.

 د ورزشي خبریالانو ترمنځ د همغږۍ او یوالي په موخه په دې وروستیو کې د بېلابیلو لوبډلو لخوا هڅه کیږي، چې ورته سیالۍ برابرې شي او آن تر ولایتونو سفرونه وکړي.

ورزش او بالخصوص کرکټ اوس په افغانستان کې هغه لوبه ده، چې ډیری مینه وال لري او د هرې سیالۍ څخه یې مینه وال د تفریح په موخه خپل ذوق خړوبوي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.