د پاکستان بریا د زیمبابوې د ماتو لړۍ وغزوله !

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

د پاکستان او زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۵ یو ورځینیو سیالیو په لړۍ کې پاکستانۍ لوبډلې په لمړۍ بریا سره د زیمبابوې د ماتو لړۍ ته دوام ورکړ.
په دې وروستیو کې د زیمبابوې کرکټ بورډ سره د دغه لوبډلې پیاوړو لوبغاړو لوبډلمشر ګریم کریمیر، ویکټ کیپر توپ وهونکې برینډن ټایلر، الراونډر سکندر رضا او یو شمیر نورو لوبغاړو د خپلو تنخواوو د ځنډ پر سر پریکون کړی دی، چې لوبډله یې اوس د زیاتو ستونزو سره مخ ده.
د دغه لوبغاړو په نشتون کې لمړی زیمبابوې په خپل کوربه توب د اسټرالیا او پاکستان په ګډون د کرکټ ۲۰ اوریزه سیالیو ۳ اړخیز سیریز کې ماتې وخوړه او ورپسې یې د پاکستان خلاف په لمړۍ ۵۰ اوریزه سیالۍ کې خبله بد ترینه ماتې وخوړه.
پاکستانۍ لوبډلې د اوپنر امام الحق د سلیزې ۱۲۸ منډو پرمټ په ټاکلو ۵۰ اورونو کې ۳۰۸ منډې جوړې کړې، خو زیمبابوې یې په ځواب کې تر ۱۰۷ منډو مخکې تګ ونکړ.
د زیمبابوې لوبډله کې د برینډن ټایلر، سکندر رضا او ګریم کریمییر نشتون د پاکستانۍ لوبډلې لپاره لا د وړاندې زیری دی، تر څو په روان سیریز کې ۵ د ۰ مقابل کې د بریاوو خپلولو سره د کرکټ نړیوالې شورا سره د ۵۰ اوریزه سیالیو درجه بندۍ کې د اوسني ۵ مقام څخه مخکې والی خپل کړي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.