کولدیف یاداوو د ښې کارکردګۍ سره لا هم ټیسټ کرکټ ته انتظار کوي 

سپینه تجريدي ډیزاین

د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې ځوان لوبغاړي کولدیف یاداو، چې په دې وروستیو سیالیو کې یې ټول هندي سپین بالران په خپلې بهترینې کار کاردګۍ سره وروسته کړي دي، لا هم په ټیسټ کرکټ کې د لوبیدو انتظار کوي.

د هندۍ لوبډلې دې لوبغاړي د انګلستان خلاف د روانو لوبو په لړۍ کې راج پیل کړی دی، لمړی یې به ۲۰ اوریزه سیالۍ کې ۵ لوبغاړي وسوځول، خو په لمړنۍ ۵۰ اوریزه سیالۍ کې یې ۶ لوبغاړي وسوځول.

نوموړي د انګلستان خلاف لمړۍ ۵۰ اوریزه سیالۍ کې پرون یو ځل بیا انګلستاني توپ وهونکي یو بل پسې له میدان نه بهر کړل، د ۱۰ اورونو په ترسره کولو سره یې د ۲۵ منډو په ورکړې ۶ لوبغاړي وسوځول او هیڅ کومه څلوریزه او یا هم شپږیزه پرې ونه لګیده.

کولدیف د تیرو دوه کلونو راهیسې په مسلسل ډول د ځوانو سپنرانو په لیست کې ښه ځلیدلی دی او په هندۍ ملي لوبډله کې یې ځای هم جوړ شوی دی، خو لا هم په ټيسټ کرکټ کې لوبیدو ته انتظار کوي.

هندۍ لوبډلې د کرکټ په تاریخ کې په خپل سپین بالینګ کې ډیر کله د مقابلو لوبډلو څخه لوبې په خپل لور راڅرخولې دي او پیاوړي سپین بالران یې د کرکټ په ډګر کې رامخکې کړې دي، چې ښې بیلګې یې په اوسني کرکټ کې راوي چندران اشوین، راویندر جدیجا او نور دي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.