د افغانستان او بنګله دیش سیالیو ته تیاری روان دی

سپینه تجريدي ډیزاین

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د بنګله دیش خلاف ۳ شل اوریزه کرکټ سیالیو ته د هندوستان په دهرادون کې په خپلو وروستیو تمریناتو بوخته ده.

 د افغنستان کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، افغان لوبډله د بنګله دیش خلاف کیدونکو د کرکټ ۲۰ اوریزه سیالیو ته د چمتوالي په موخه نږدې یوه نیمه میاشتې وړاندې د هندوستان ګریټیر نویډا ته ولاړه او د لمړنیو تمریناتو وروسته بیرته د بنګله دیش سره د لوبو ترسره کیدونکي ښار دهرادون ته ولاړه او اوس مهال د راجیو ګاندي په نړیوال لوبغالي کې خپل وروستي تمرینات ترسره کوي.

 د کرکټ ملي لوبډلې د همدغه تمریناتو پر مهال د ځايي اترا کنډ لوبډلې خلاف دوه تمریناتي لوبې ترسره کړې او په دواړه سیالیو کې یې بریاوې خپلې کړې دي.

د افغان کرکټ بورډ د لوبغاړو غوراوي کمیټې درې ورځې وړاندې د همدغه کیدونکو ۳ شل اوریزه سیالیو ته ملي لوبډله اعلان کړه، چې پکې تر ډیره د ۲۰ اوریزه لوبو «سپیشلیسټ» یا ځانګړو لوبغاړو ته ځای ورکړل شوی دی.

په لوبډله کې د لوبډلمشر اضغر ستانکزي ترڅنګ، شهزاد محمدي، نجیب الله ترکی، عثمان غني، شفیق الله شفق، محمد نبي عیسی خیل، سمیع الله شینواری، نجیب الله ځدران، ګلبدین ناییب، راشد خان، درویش رسولي، شاپور ځدران، افتاب عالم، شراف الدین اشرف او مجیب ځدران شامل دي.

نجیب الله ځدران

د بنګله دیشۍ لوبډلې لوبغاړي مشفیق الرحیم لا د وړاندې د افغان لوبډلې څخه اندیښنه ښودلې ده.

د نوموړي په وینا د دواړو لوبډلو ترمنځ په سیریز کې افغانستان د کورني لوبغالي د ګټې ترڅنګ د خپل جادوګر سپین بالینګ پرمټ بنګله دیشۍ لوبډلې ته سر خوږی جوړولی شي.

دواړه لوبډلې داسې مهال یو بل سره مخ کیدونکې دي، چې د سیالیو وړاندې هم افغانستان او هم بنګله دیش خپل تیز بالران د ټپي کیدو له کبله بایللي دي.

د افغان لوبډلې د تیز بالینګ د ملا تیر دولت ځدران په هندوستان کې د افغان لوبډلې د تمریناتي کیمپ پر مهال او د بنګله دیش د کرکټ ملي لوبډلې چپ لاسی تیز بالر مستفیظ الرحمن د هندوستان د کورني کرکټ «آي پي ایل» سیالیو کې د ټپي کیدو له کبله د لوبډلې سره مل نه دي.

د دواړو افغانستان او بنګله دیش د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۳ شل اوریزه کرکټ سیالیو د روانې جون میاشتې په دریمه نیټه د یکشنبې په ورځ په لمړۍ سیالۍ سره پیلیږي.

شاپور ځدران

همدا راز د جون میاشتې په پنځمه نیټه به دویمه او ۷ مې نیټې سره وروستۍ دریمه ۲۰ اوریزه سیالي ترسره کیدونکې ده، خو د همدې سیالیو یوه اونۍ وروسته به افغان لوبډله د خپل تاریخي ټیسټ کرکټ پیل د هندۍ لوبډلې پر وړاندې د هندوستان په بنګلور کې وکړي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.