له افغانستان وروسته بنګله دیش هم خپل تیز بالر وبایلو

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې وروسته بنګله دیشۍ لوبډلې هم خپل تیز بالر د لاسه ورکړ.
د بنکله دیش کرکټ بورډ خبر ورکړ، چې د لوبډلې کلیدي لوبغاړی تیز بالر مستفیظ الرحمن د هندوستان د کورني کرکټ «آي پي ایل»۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو تمریناتي لوبې پر مهال ټپي شوی دی او نشي کولی، چې د افغانستان خلاف په راتلونکو ۳ شل اوریزه کرکټ سیالیو کې ګډون وکړي.
د بنګله دیشي کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د دغه لوبډلې د عملیاتي برخې مسول اکرام خان ویلي، د هندوستان سفر څخه د راستنیدو وروسته ورته مستفیظ الرحمن ویلي، چې نوموړی ټپي شوی دی.
اکرام خان ویلي، دوی هم د تلویزویون له پردې څخه لیدلي و، چې دغه لوبغاړی د لوبې پر مهال ټپي شوی و، خو خپله ستونزه یې د لوبډلې فزیو (ډاکټر) سره نه وه شریکه کړې.
د افغانستان او بنګله دیش د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۳ شل اوریزه کرکټ سیالیو د پیل وړاندې نه یوازې بنګله دیشۍ کرکټ ملي لوبډلې خپل تیز بالر وبایلو؛ بلکې درې ورځې وړاندې د افغانستان کرکټ بورډ هم خبر ورکړ، چې د افغان کرکټ ملي لوبډلی اوسنی تیز بالر دولت ځدران د تمریناتو پر مهال ټپي شوی او ډاکټر ورته د یوې میاشت لپاره ارام ورکړی دی.

که څه هم بنګله دیشۍ لوبډلې ته د مستفیظ الرحمن نشتون یوه تشه ده، خو د بنګله دیش نسبت افغان لوبډلې ته د دولت ځدران نشتون ستره ضربه ده.
دولت ځدران د تیرو ۶ کلونو راهیسې د حمید حسن او شآپور ځدران په مسلسل ډول نشتون او نه لوبیدو سره د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې سره د لوبډلې د بیک بون یا د تیز بالینګ د ملا تیر کلک کړی و، خو اوس یې په نشتون کې لوبډله کې یو ځل بیا افتاب عالم او شاپور ځدران شامل شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې د دواړو افغانستان او بنګله دیش د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۳ شل اوریزه کرکټ سیالیو راتلونکې لړۍ د جون میاشتې په دریمه نیټه په لمړۍ سیالۍ سره پیل کیږي.
همدا راز د جون میاشتې په پنځمه نیټه به دویمه او ۷ مې نیټې سره وروستۍ دریمه ۲۰ اوریزه سیالي ترسره کیدونکې ده.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.