د کرکټ مینوالو لخوا راشدخان د آی‌پي‌اېل اغېزناک لوبغاړی اعلان شو

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

 
 
د کرېک ټرېکر وېبپاڼې د انلاین یا پرلیکه داسې سیستم جوړ کړی و، چې د لسو لوبغاړو په منځ کې یې د آی‌پي‌اېل ترټولو اغېزناک لوبغاړي لپاره د رایې اچونې سیالي په لاره اچولې وه.
په دې سیالیو کې لسو لوبغاړو ګډون درلود او له کرکټ مینوالو یې پوښتنه کړې وه، چې د آی‌پي‌اېل تر ټولو زیات اغېزناک لوبغاړی څوک و؟
د سلګونه کسانو لخوا راشدخان ته رایه ورکړل شوې او هغه یې د آی‌پي‌اېل د اغېزناک لوبغاړی بللی دی.

د سیالۍ لس لوبغاړي

جوفرا ارچر، جسپرېت بومرا، ای بي ډیویلیرس، راشدخان، کوېنټن ډیکاک، کی اېل راهول، کګېسو رباډا، ټام کرن، ټرېنټ بولټ او سوریا کومار یداف ترمنځ سیالي ترسره شوې.
په لوبه کې هر پړاو کې دوه لوبغاړي له لېست څخه ووځي.
په لومړي پړاو کې ترې ټام کرن او کوېنټن ډیکاک بهر شوي، یعنې دوی کمې رایې وړې وې.
دویم راونډ کې ترې بولټ او سوریا کوما یداف بهر شوي دي.
سیمې فاینل ته د تګ برخه کې ترې رباډا او راهول هم بهر شوي.
سیمي فاینل کې راشدخان، ډیویلیرس، رباډا او بومرا پاتې و، چې دې راونډ کې رباډا او ډیویلیرس له هم حذف شوي او پایلوبې ته راشدخان او بومرا وتلي وو.
په پای کې بیا هم راشدخان تر ټولو ډېرې رایې ګټلي دي او بومرا ته یې پای کې ماته ورکړې ده.
راشدخان د په دې توګه د مینوالو لخوا د آی پي اېل د ۲۰۲۰ اغېزناک لوبغاړی ونومول شو.
دا د دې څرګندونه کوي، چې راشدخان ښه لوبغاړی دی او د نړۍ کڼ شمېر لوبغاړي او کرکټ مینوال ورسره مینه لري.
د راشدخان د دې بریا لپاره کرېک ټرېکر وېبپاڼې داسې یو انځور ډیزان کړی، چې تاج ور په سر کړی او پر آس یې سپور کړی، چې زیاتره وخت دا سمبول د کېنګز یا پاچاهانو لپاره کارېږي.

راشدخان په ۲۰۲۰م آی‌پي‌اېل کې ۱۶ لوبې وکړې او ۲۰ وېکټې یې واخېستې، خو ایکانومي یې ۵ اعشاریه ۳۷ وه، چې تر ټولو ښه وه.