خُرفِه (وارخاڼي) څه ډول سابه او د کومو موادو درلودونکي دي؟

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

ژباړه: حمیدالله حمیدي
خُرفِه چې په پښتو ژبه کې ورته (وارخاڼی) وايي، د خوندورو سبو په ډله کې راځي، چې له مغذي موادو څخه مالا مال دي. خُرفِه چې له ډېرې پخوا زمانې څخه د سبو په توګه کارول کېږي د ګڼو مغذي موادو لکه امګا درې غوړو اسیدونو درلودونکي ده، چې د بدن لپاره خورا ګټور دي.
دغه پاڼې لرونکي سبا چې په خام او پاخه دواړه ډوله خوړل کېږي په خپل ترکیب کې ۹۳ سلنه اوبه لري. رېښې یې سرې نازکې او پاڼې شنې دي. خوند یې یو څه تروش دی چې کولی شئ په سالاد او برګر کې ترې د کاهو پر ځای هم ګټه واخلئ.
دغه سابه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په باغونو او د پټیو په شاوخوا کې په خپل سر هم شنه کېږي او وده کوي. خُرفِه له ډېرې پخوا څخه په سنتي طب کې ځانګړی ځای لري، چې په هر سل ګرامه خُرفِه کې لږ تر لږه:
۲۶ سلنه وېټامین اې او بتا کاروتین، ۳۵ سلنه وېټامین سي، ۱۷سلنه مګنیزم، ۱۵سلنه منګنیز، ۱۴ سلنه پوتاشیم، ۱۱ سلنه اوسپنه او ۷سلنه کلسیم شتون لري.
دغه راز په ډېره لږه کچه وېټامین بې یو، وېټامین بي دوه، وېټامین بي درې، مس او فاسفر هم لري.
خُرفِه، د غوړو اسیدو یعنې امګا درې درلودونکې ده

غوړ اسیدونه (امګا درې) هغه غوړ دی، چې بدن یې په خپله نه شي تولیدولی، خو اړتیا ورته لري. نو اړ یو چې دغه غوړ اسیدونه له غذایي رژیم څخه تر لاسه کړو.
په ټوله کې خُرفِه د غوړو اسیدونو درلودونکې ده، چې ډېره برخه یې امګا درې جوړوي.
خُرفِه د انتي اکسیدانو بډایه سرچینه
خوارخاڼي په خپل ترکیب کې په زیاته کچه انتي اکسیدان او نور ګټور مواد لري. انتي اکسیدان په بدن کې سرطاني ناروغیو مخنیوی کوي. دغه سابه همدا راز په خپل ترکیب کې په زیاته کچه وېټامین سي لري، چې د انتي اکسیدانو یوه بېلګه ده چې له پوستکي، عضلاتو او هډوکو څخه ساتنه کوي.
خُرفِه بتاکاروتن په خپله لمنه کې را نغاړي او دا هغه انتي اکسیدان دي، چې په بدن کې په وېټامین اې باندې بدلېږي او د سترګو له سلامتیا سره مرسته کوي.
په ټوله کې دغه سابه په خپل ترکیب کې ګڼ شمېر معدني مواد هم لري. په دغه سبو کې د پوتاشیمو شتون د دې لامل کېږي چې د وینې فشار منظم شي، د مغذي سکتې مخه ونیسي او د زړه د ناروغیو مخنیوی وکړي.
خو د هغو کسانو لپاره یې د زیات خوراک سپارښتنه نه کېږي، چې د بډوډو ناروغي لري او یا یې هم په دوامداره توګه بډوډي شګې جوړوي، ځکه دغه سبا په خپل ترکیب کې په زیاته کچه اګزلات لري، چې دغه څه په بډوډو کې د ډبرو له جوړېدو سره مرسته کوي، خو که په اونۍ کې یو ځل یا دوه ځله وخوړل شي او په څنګ کې یې ور سره په کافي اندازه مایعات مصرف شي بیا دومره بده اغېزه نه شي کولئ.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.