کرکټ؛ په پرونۍ لوبه کې تر ټولو ښه ځلېدونکې افغان لوبغاړي

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

لیکنه: محمدصابر حمیدي

 

د افغانستان او زیمبابې کرکټ ملې لوبډلو ترمنځ د دریو شل اوریزه سیالیو لړۍ پرون پيل شوه، چې په لومړۍ لوبه کې افغانستان په ۴۸ منډو زیمبابې لوبډلې ته ماته ورکړه.

لومړی توپوهنه افغانستان وکړه، افغان لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۹۸ منډې وکړې او زیمبابې لوبډلې ته یې د ۱۹۹ منډو هدف وټاکه.

کله چې زیمبابې کرکټ لوبډله د توپوهنې لپاره میدان ته کښته شوه، نو د لوبې په ټاکلو شلو اورونو کې یې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۰ منډې وکړې او په ۴۸ منډو یې د افغانستان څخه ماته وخوړه.

 

په یاده لوبه کې تر ټولو ښه ځلېدونکې افغان لوبغاړي

 

۱ـ رحمن الله ګربز په پرونۍ لوبه کې په ۴۵ توپونو تیزې ۸۷ منډې وکړې، چې په کې شپږ څلوریزې او اووه یې بیا شپږیزې ووهلې.

۲ـ اصغر افغان په ۳۸ توپونو ۵۵ منډې وکړې، چې پکې شپږ څلوریزې او دوې بیا شپږیزې شاملې وې.

۳ـ کریم جنت په پرونۍ لوبه کې په ۲۲ توپونو ۲۶ منډې وکړې او په توپ اچونه کې یې بیا دوه لوبغاړي وسوځول.

۴ـ راشدخان په پرونۍ لوبه کې څلور اورونه وکړه، چې یادو اورونو کې یې ۲۸ منډې ورکړې او درې ویکټې یې واخیستلې.

۵ـ بل پلوه فرید ملک هم پرون خورا په زړه پوري توپ اچونه وکړه، چې څلورو اورونو کې ۳۱ منډې ورکړې او دوې ویکټې یې واخیستلې.

 

د افغانستان او زیمبابې راتلونکې دوې شل اوریزه لوبې

 

دویمه شل اوریزه لوبه د مارچ میاشتې په ۱۹مه نېټه(سبا جمعه) ترسره کیږي.

درېیمه شل اوریزه لوبه د مارچ میاشتې په ۲۰مه نېټه(راتلونکې شنبه) ترسره کیږي.

 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.