مجیب ځدران: په کرکټ کې مې یوازې یو ارمان پاتې دی

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري
لیکنه: محمدصابر حمیدي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې سلو توپ اچونکې مجیب الرحمن ځدران د طلوع ټلوېزیون سره په یوې تازه مرکه کې ویلي چې کرکټ کې یې ټولې هیلې پوره شوې، خو یوازې یوه هیله یې پاتې ده.
مجیب ځدران په یاده مرکه کې وویل، په کرکټ کې یې نورې ټولې هیلې پوره شوې، خو یوازینۍ هیله یې دا پاتې، چې هېواد ته یو جام وګټل شي.
مجیب زیاته کړه:

په کرکټ کې چې مې کومې هیلې درلودې، هغوی ټولو ته رسېدلی یم، خو یوه هیله مې پاتې، هغه دا چې افغانستان ته یا هم پنځوس اوریزه نړیوال جام او یا هم شل اوریزه نړیوال جام راوړل شي.

مجیب په داسې مهال دا خبرې کوې، چې افغان لوبډلې تر اوسه په هېڅ نړیوال جام کې د پام وړ لوبه نده ترسره کړې، ښه مثال یې د تېر ۲۰۱۹م کرکټ پنځوس اوریزه نړیوال جام وو.
په هغه نړیوال جام کې افغان کرکټ ملي لوبډلې د ټولو ګډونوالو ۹ واړه هېوادونو سره یوه ـ یوه لوبه ترسره کړه، چې له ټولو هېوادونو یې ماتې وخوړه.
اوس بورډ او افغان لوبغاړې دا هیله لري، چې د راتلونکې شل اوریزه نړیوال جام په سیالیو کې افغان لوبډله ښه وځلېږي او ښې لاسته‌راوړنې ولري.
د مجیب ترڅنګ ټول افغان لوبغاړې او ټول افغانان دا هیله لري، چې د هېواد لوبډله دې نړیوال جام وګټي او ډک لاس دې هېواد ته راستنه شي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.