د قرنطین په شپو ورځو کي یوه امریکايي د سپي په وسیله تر ګاونډۍ خواړه رسوي!

سپینه تجريدي ډیزاین

د آمریکا هیواد په کلرادوی آیالت کي د کرن اولت په نامه یو ښځه د سپي په واسطه تر هغې همسایه پوري خواړه او ضروري توکي رسوي، چي قرنطین ده.
لس کاله کیږي، چي مېرمن هلمن او کرن اولت سره همسایګان دي، چي مېرمن هلمن د تنفسي ستونزو سره مخ ده او په همدې خاطر ډاکټرانو ورته توصیه وکړي، چي قرنطین کي دي اوسي.
مېرمن ولت له رسنیو سره په خبرو کي وویل:

((سپي راته هغه فهرست راوړ، چي همسایه مي ورته اړتیا درلوده، نو زه هم بازار ته ولاړم د فهرست ټول شیان مي واخیستل وروسته مي سپي ته تسلیم کړل او هغه ټول شیان تر مېرمن هیلمن پوري ورسول.))

هاخوا بیا مېرمن هلمن وايي، چي سپي ئې ورسره د خوړو او نورو مهمو څېزونو په رسولو کي ډېره مرسته کړې او د دې ترڅنګ وايي، هغه وخت، چي زه یوازي یم نو د احساس له مخي دا راته ډېر فوق العاده کار ښکاري.
هغې وویل:

((کوچني شیان یو وخت ډېر ښکلي وي اوس لکه د سپي لخوا بیلابیلو څېزونه ماته رارسول او دا یو ښکلی احساس په چا کي پیداکوي. سپی د اړیکي ساتلو یوه وسیله ده.))

 
هغې د دې ترڅنګ زیاته کړه، چي ډېر کوچنی کار هر څوک کولای سي او هغه کار به د بیلابیلو خلګو لپاره ډېر ګټور وي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.