په ایټالیا کي کرونا له امله د ودونو او فاتحو پر مراسمو بندیز ولګېد!

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

د ایټالیا هیواد چارواکو اعلان وکړ، چي په یاد هیواد کي به د لنډي مودې لپاره د کرونا ویروس له امله د واده او فاتحو مراسم نه ترسره کیږي.
د ایټالیا دولت وايي ایټالیا هیواد کي ئې ځکه د ودونو او فاتحو پر مراسمو بندیز لګولی، چي په یاد هیواد کي د کرونا ویروس سره په سم ډول مبارزه وکړي.

د مارچ میاشتي په ۱۰مه نېټه ایټالیا هیواد امر وکړ، چي په ټول هیواد کي د وګړو قرنطین پيل سي.
تر هغه وروسته ئې اعلان وکړ، چي د رواني مارچ میاشتي تر ۲۵مي نېټې پوري به ټول تعلیمي، کلتوري، تفریحي او ښوونځی تړي وي، ترڅو د دې ویروس مخنیو وسي.
خو د خوړو لپاره به ټول رسټورانټونه او کافي شاپونه د هیوادوالو پر مخ خلاص وي.
ایټالیا هیواد کي دا مهال ۱۲ زره کسان په کرونا ویروس اخته سوي، چي له ډله ئې په سلګونه کسان وژل سوي.
ایټالیا له چین څخه وروسته دوهم هغه هیواد دئ، چي زیات وګړي ئې په کرونا ویروس اخته سوي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.