په سپین بالرانو کې تر ټولو چټک توپ چا  ترسره کړی؟

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته
لیکنه: سمیع الله درانی

چټک توپ اچوونکي هسې هم تر ۱۵۰ پورې سرعت سره توپ اچونه کوي، خو پر چټکو توپ اچوونکو سربېره سلو، څوکه یا کرار توپ اچوونکي هم په سرعت کې د مېډیم او چټکو توپ اچوونکو د سرعت ترکچې توپ اچونه کړې ده او نړیوال ریکارډونه یې جوړ کړي دي.
په سپین توپ اچوونکوکې به زیات سرعت د چا وي؟
دلته هغه سپین توپ اچوونکي درپېژنو، چې تر (۱۱۰) یې زیات سرعت سره توپ اچونه کړې ده.

شاهد افريدي

شاهد افريدي چې څومره په توپوهنه کې نوم لري، همدومره په توپ اچونه کې هم نامتو دی.
افرېدی لېګ برېک توپ اچوونکی دی، چې وخت ناوخت یې یو توپ له ۱۱۰ زیات سرعت سره غورځولی دی.
نوموړي په سپین بالرانو کې د زیات سرعت توپ اچونه کې ریکارډ جوړ کړی دی او یوه لوبه کې یې یو توپ په ۱۳۵ سرعت سره غورځولی دی، چې د منځني یا مېډیم توپ اچوونکي څخه یې سپیډ زیات دی او د چټک یا فسټ بالر د سرعت تر کچې رسېدلی دی.

مارلن سمیولس

د ویسټ انډیز کرکټ لوبډلې مشهور الراونډر، د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۶ م کلونو د شل اوریزو جامونو اتل الراونډر لوبغاړی دی.
۲۰۱۲ م کې نړیوال شل اوریزجام پایلوبه کې یې ۷۸ منډو سریلانکا ما ته کړه او اتلولي یې ویسټ انډیز ته ورپه برخه کړه.
دی اف برېک توپ اچوونکی و، چې یو توپ یې له ۱۲۰ څخه تر ۱۳۰ سرعت سره ترسره کړی دی او تېزې توپ اچونه کې یې افريدي پسې دویم ځای نیولی دی.
د سمیولس په توپ اچونه باندې ۲۰۱۳ م کې د کرکټ نړیوالې شورا لخوا بندیز ولګېد.

انېل کومبلي

انېل کومبلي د هندوستان لېګ برېک بالر و، چې ۲۰۰۴ م کال پورې د هندوستان لوبډله کې مطرح لوبغاړی بلل کېده.
ده په یوه لوبه کې ۱۱۸ کېلو مټر پرساعت سرعت سره توپ غورځولی دی او درېیم نمبر توپ اچوونکی دی، چې سپېن توپ اچونه کې یې زیات سپيډ ویشتی دی.

نور توپ اچوونکي

د دې سربېره د هندوستان چنډرا شېکر په ۱۹۷۱ کې له (۱۱۰) څخه زیات سرعت سره توپ غورځولی دی.
د سریلانکا اجېنتامېنډس هم یو ذمه وار توپ اچوونکی و، چې ۲۰۰۸ م کال کې یې د سریلانکا لپاره اسیا جام کې خورا ښه توپ اچونه وکړه.
ده هم له (۱۰۰) زیات سرعت سره توپ ترسره کړی دی.
33.PNG

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.