وانواټو په یو ورځنیو لوبو کې له ۶۵ منډو دفاع وکړه

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

د کرکټ نړیوالې شورا په چلېنج کپ سیالیو کې د لیګ په پړاو کې لوبې روانې دي، چې مالیزیا او وانواټو پکې لوبې لري.
د دې جام کوربه مالیزیا ده، په دې لوبو کې وانواټو په نامه لوبډلې د کرکټ تاریخ کې نوی ریکارډ جوړ کړ.
په دې چلېنج کپ سیالیو کې ټولې ۶ لوبډلې لوبېږي، چې، کاناډا،سېنګاپور، قطر، ډېنمارک، مالیزیا او وان واټو لوبېږي.
کاناډا د نومرو په جدول کې لومړی، سېنګاپور دوهم، قطر دریم، ډېنمارک څلورم، مالیزیا پنځم او وان واټو شپږم مقام لري.
وان واټو د سپټمبر په ۲۶ مه نېټه په ۲۵ اعشاریه یو اوور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۶۵ منډې وکړې.
پاوانديپ سېنګ او نظېل الرحمن پکې څلور، څلور وېکټې د مالیزیا لپاره واخېستې.
د مالیزیا ټوله لوبډله په ۵۲ منډو په ۲۱ اعشاریه ۴ اورونوکې وسوځېده او لوبه ترې وان واټو په ۱۳ منډو وګټله.
مټاووټاوا پنځه او سټيفن درې وېکټې واخېستې.
دا د کرکټ په تاریخ کې په یو ورځنیو لوبو کې کم ټارګېټ دی، چې وان واټو هېواد ترې دفاع وکړه او په مالیزیا یې ریکارډ جوړ کړ.
وان واټو په افریقا کې یو هېواد دی، چې په سیاسي چارو کې تر ډېره د سویلي افریقا تر تاثیر لاندې دی.
 
د کمو هدفونو څخه د دفاع ریکارډونه
په دې برخه کې لومړی مقام د وان واټو شو، دوی په ۲۰۱۹ م کال کې له ۶۵ منډو د مالیزیا خلاف دفاع وکړه او لومړی ځای یې خپل کړ.
دوهم مقام بیا په ۱۹۷۲ م کال کې مېډل سېکس لوبډلې خپل کړی دی، دوی د نارتمپټن شایر لوبډلې پر خلاف له ۷۶ منډو دفاع کړې وه، په ۱۹۷۶ م کال کې بیا وېسټرن اسټرالیا له ۷۷ منډو د کوینز لېنډ خلاف دفاع کړې وه، په ۱۹۹۳ م کال کې د حبیب بانک لوبډلې له ۷۸ منډو د پاکستان ایرلاینز لوبډلې پر وړاندې دفاع کړې وه.
۱۹۹۳ م کال کې ساوت زون لوبډلې د نارت زون لوبډلې پر وړاندې له ۸۲ منډو دفاع کړې وه.
i.jpg
۱۹۷۳ م کال کې سسېکس لوبډلې د لېسېسټرشایر پر وړاندې له ۸۹ منډو دفاع کړې وه، ۲۰۰۵ م کال کې ساراسېنز سي ایس له ۹۷ منډو د پاناډوراک لوبډلې خلاف دفاع کړې وه، ۱۹۶۸ م کال کې ورسېسټر شایر لوبډلې د دورهم لوبډلې پر وړاندې له ۹۸ منډو دفاع کړې وه، ۲۰۰۶ م کال کې ګلوسېسټرشایر لوبډلې له ۹۸ منډو د سسېکس پر وړاندې ننګه کړې وه او ۲۰۰۱ م کال کې ورسېسټرشایر له ۹۹ منډو د لنکاشایر پر وړاندې ننګه کړې وه.