د اماراتو او اسرایل هوکړه لیک؛ پمپيو دواړو هیوادونو ته ورځي

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت
راپور: بشر درویش

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیران د روانې میلادي اګسټ میاشتې په ۲۴مه نیټه اسراییلو ته ځي.
د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو به له اسرایل یوه ورځ وروسته پسې متحده عربي اماراتو ته هم سفر وکړي.
د امریکايي رسنیو د راپورونو پر اساس د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزیر د سفر هدف ویل کیږي چې د اسراییل او متحده اماراتو ترمنځ د اړیکو عادي کولو په اړه بحث کول دي.
ویل شوي چې پر دې سربیره به د ایران او چین په اړه هم سره وغږیږي.
د یادولو وړ ده چې تیره اونۍ، اسرایل او متحده عربي امارات د اړیکو عادي کولو لپاره یوه لویه هوکړه لاسلیک کړه.
دا هوکړه چې له امریکا سره په ګډه یوه اعلامیه کې یې په اړه خبر ورکړل شوی په کې ویل شوي چې د اسراییل د متحده عربي اماراتو سره د یوې موافقې له مخې په لویدیځه غاړه کې د خپل حاکمیت غځولو پریکړه په موقت ډول ځنډوي.

د اماراتو دې کار ایران او یو شمیر نور اسلامي هیوادونه غوسه کړي دي.
دا پر داسې مهال ده چې همدا څو ورځې مخکې د پاکستان د پوځ مشر پاکستان ته په سفر تللی و چې د سعودي ولیعهد یې له لیدو انکار کړی و چې دې پر ټولنیزو رسنیو سخت غبرګونه راپارولي ول.
ویل شوي د سعودي او پاکستان اړیکې ځکه کمزوري شوي چې اوس پاکستان د سعودي عربستان له مخالفت سره د ترکیې او ایران سره ګډ سر وړي.
راپورونو کې ویل شوي چې ددې مخالفت اساس هغه وخت پیل شو چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پر سعودي نیوکه وکړه چې د کشمیر په مسله کې ولې له پاکستان سره پریکنده نه دریږي.
 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.