د فوټبال نړیوال جام سیالۍ په روانه جون میاشت کې پیلیږي 

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

د ۲۰۱۸ م کال د فوټبال نړیوالې شورا فدراسیون یا فیفا د فوټبال نړیوال جام سیالۍ د روانې جون میاشت کې د ۳۲ لوبډلو په ګډون د ورسیې په کوربه توب سره پیلیږي.

د نړیوال جام دا سیالۍ د روان کال د جون میاشتې د ۱۴ مې نېټې څخه پيل کیږي او د جولايي میاشتې تر ۱۵ مې نېټې پورې به د ۳۲ ورځو لپاره دوام وکړي.

 د فوټبال نړیوالې شورا فدراسیون یا فیفا د معلوماتو له مخې، د نړیوال جام دغه سیالۍبه د روسیې په ۱۲ سټیډیومونو کې، چې په ۱۱ مختلفو ښارونو کې موقیعت لري، ترسره شي.

 د معلوماتو له مخې د نړیوال جام سیالیو د لمړۍ افتتاحیي لوبې د ټیکټ قیمت ۵۵۰ امریکايي ډالر تعین شوی دی او د نورو سیالیو لپاره هم ټیکټونه په انلاین ډول اخیستل کیږي.

د ۲۰۱۸ م کال د فوټبال نړیوال جام سیالیو د پرانیستو مراسمو ته د تیر ۲۰۱۷ م کال د برازیل په کوربه توب په سمه توګه د نه ترسره کیدو له کبله اندیښنې موجودې دي، خو تمه کیږي، چې روسیه به هر څه په دې پړاو کې په ښه ډول سره ترسره کړي.

 د دې پړاو نړیوال جام ګټونکې لوبډلې ته به د ۵۰ میلیونه امریکایي ډالرو جایزه، دویم مقام ګټونکې لوبډلې ته د ۴۰ میلیونه او هره لوبډله چې په دې جام کې ګډونواله ده، هغې ته به د دوه نیم میلونه امریکايي ډالر جایزه ورکول کیږي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.