ارشاد رغاند
حکومت، چې په بلخ کې د بریښنا د کومو پروژو پرانیستې ته شېبې شمارلې، نن یې ورځ وه . ولسمشر غني د حکومت له یوه لوړپوړي پلاوي سره، چې د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک هم پکې شامل و، د یادې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې د ګډون په نیت بلخ ولایت ته ورغلی و .
دلته په کابل کې په همدې ورځ د کورنیو چارو د وزارت پر ودانۍ وسله والو مخالفینو ډله ییز ځانمرګی برید وکړ . دغه برید له دې كبله، چې ولسمشر غني د بلخ په سفر کې د اوبو او بریښنا د وزیر پرځای د کورنیو چارو وزیر له ځان سره بیولی و، د حکومت د منتقدینو توند غبرګون وپاروه .
د منتقدینو پوښتنه دا وه، چې د هېواد په حساس امنیتي حالت کې بلخ ته د بریښنا رسونې د پروژو د پرانیستې لپاره د کورنیو چارو وزیر د ورتلو اړتیا او منطق څه شی و ؟
منتقدین همدا شان نیوکه لري، چې ولې ولسمشر غني د اوبو او بریښنا وزیر علي احمد عثماني پر ځای د کورنیو چارو وزیر له ځان سره ملګری کړی و ؟
دا پوښتنه ظاهراً له دې كبله ډېره مطرح کیږي، چې د منتقدینو په ادعا ولسمشرغني او ټیم یې ځکه داسې کوي چې د بریښنا وزیر د دوی نه؛ بلکې د حکومت د بل شریکوال ټیم( ډاکټرعبدالله) اړوند دی .
دا استدلال که څه هم زموږ بحث سره ډېر تړاو نه لري، خو دومره ویلای شوو چې د کورنیو چارو وزیر ویس برمک هم د ښاغلي عبدالله د ټیم اړوند او یاد شوی وزارت هم د هغه سیاسي سهم دی .
په هرحال؛ د بحث وړ موضوع دا ده، چې دا نیوکې به دکورنیو چارو د وزیر د سکوت روژه ماته کړي کنه ؟
وزیر د کوم سکوت روژه لري ؟
داخله وزیر ویس برمک همدا لږه موده وړاندې د امنیتي وضعیت د ترینګلتیا په تړاو د مشرانو جرګې په یوه استجوابیه غونډه کې له نوم اخیستو پرته د ملي شورا یو شمېر غړي پلازمېنې کابل ته په خپلو تور ښیښه یي موټرو کې د ځانمرګو بریدګرو په لېږدولو تورن کړل .
برمک د دغه تور د روښانولو په اړه ډېرو غوښتنو ته مثبت ځواب ونه وایه او د ډېرو نورو لوړپوړو چارواکو په شان یې تر داسې څرګندونو وروسته د سکوت روژه ونیوله .
د لاسته راوړنو ننګول !
اوس، چې بلخ ته د ولسمشر او داخله وزیر له سفر سره دغه پر کورنیو چارو وزارت برید وشو له شک پرته، چې وروستیو سیاسي جنجالونو ته په کتو سره د وزیر هغه ادعا پکې بې نقشه نه ده .
دا ګومان له دې کبله پياوړی کیږي، چې څه موده مخکې لوګر ولایت ته د ولسمشر د یوه بل ورته سفر پرمهال په فراه کې بد امنیتي وضعیت رامنځته او د ولسمشر د سفر مثبت رسنیز پوښښ یې وننګوه .
په ټوله کې باور او انګېرنه دا ده، چې ورته پېښې د دولت د وسله والو مخالفینو د ونډې ترڅنګ په نظام کې دننه د یو شمېر کړیو په همکارۍ رامنځته کیږي .
چې داسې ده ، د کورنیو چارو وزیر ته مخ اوړي څو په نظام کې دننه د هغو کړیو په اړه د سکوت روژه ماته کړي، کومې کړۍ چې د هغه په وینا د تورو ښیښو په موټرو کې یې کابل ته ځانمرګي بریدګر لېږدوي او په هغو حساسو شېبو کې چې حکومت د خپلو لاسته راوړنو د انعکاس پلان لري، دغه پلانونه او هڅې د نا امنۍ له پېښو سره ننګوي .
سکوت به مات شي ؟
دا چې، حکومت په ټوله او د کورنیو چارو وزیر به په ځانګړي ډول په نظام کې دننه د نظام ننګونکو کړیو پر وړاندې د سکوت روژه ماته کړای شي کنه؟ معلوم ځواب نه لري .
خو څه، چې له تېر حکومته تر اوسه تجربه شوي، د دې پوښتنې ځواب نه دی .
د دې پوښتنې لپاره د مثبت ځواب نه ورکړه سبب شوې، چې په پرله پسې ډول تېر او اوسنی حکومت د نا امنۍ د ډراماتیک وضعیت په مهارولو نه بریالي کیږي.
دا ناکامي تقریباً په ډېرو برخو کې د حکومت د نورو ناکامیو سرچینه ګرځیدلې او که حکومت یا کوم مشخص لوړپوړی مقام یې د خپل فردي ـ ډله ییز حیثیت د نورې خرابۍ مخه نیسي، باید عاجل اخلاقي جرئت وکړي او د هغو کړیو نومونه له اسنادو او شواهدو سره اعلان او پر ضد یې جدي ګام واخلي، د چا له وجې چې هم دوی او هم ملت د نا امنۍ له بلا کړیږي .