ليکنه: مدثر دعوت
د مۍ ۲۳ نېټه د سويلي افريقا د کرکټ لپاره په حقيقت کي ډېره خواشینونکې ورځ وه، ځکه په دغه ورځ د ۳۶۰ درجو کرکټر ابراهيم بنجامن ډيويلرز له هرډول نړيوال کرکټ څخه د خدای په امانۍ حيرانونکې پرېکړه په هغه لوبغالي (پريټوريا) کې وکړه چې دی پکې د سويلي افريقا ملي لوبډلې لپاره غوره شوی وو.
ډيويلرز د کرکټ نړيوال سفر په ۲۰۰۴ز کال کې راپيل کړ، ده په خپل ۱۴ کلن مسلک کې د سويلي افريقا لپاره ۲۰۰۱۴ منډې چې ۱۰۹ نيمه سليزي، ۴۷ سليزي پکښې شاملي وې، او ۳۹ ځلې د لوبي د غوره لوبغاړي په حيث ټاکل شوی دی، په دغه برخه کې د سويلي افريقا لپاره په دويم او په نړيواله سطحه ۱۳ مقام لري.
ای بي په شل اوريزو لوبو کې د سويلي افريقا لپاره دويم لوبغاړی دی چې تر ټولو ډېرې ۱۶۷۲ منډې د ۱۰ نيمه سليزو په ترسره کولو سره لري.
د سويلي افريقا لپاره پخواني لوبډلمشر د خپلو شل اووريزو لوبو په ۱۲ کلن دوران کې ډېر ځلې نه حېراېدونکې او جالبه توپوهنه ترسره کړېده.
راځئ دده د شل اووريز مسلک د پنځو غوره توپوهونو په اړه هغه مالومات ترلاسه کړو چې شايد تر اوسه له موږ سره نه وي:
۱ـ په ۲۰۱۴ز کال کې د انګلينډ په وړاندې ۶۹ منډې
په ۲۰۱۴ز کال شل اووريز نړيوال جام کې د سويلي افريقا د ۱۰ غوره لوبو وروستۍ يې د انګلينډ په وړاندې وه.
د سويلي افريقا لپاره ددغې لوبې ګټل ځکه اړين ول چې په نيمه پايلوبه کې ددوی شتون تائيد شي، خو انګلينډ بيا ځکه ددې لوبې د ګټلو هڅه کوله چې ترڅو په يادو سيالو کې يې د مخته تګ لار ډب نشي.
د چيتاګانګ په لوبغالي کې انګلينډ د لوبې پچه وګټله او سويلي افريقا ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.
هاشم املا د سويلي افريقا لپاره غوره پيل وکړ، دده تر ۵۶ منډو وروسته ای بي ډيويلرز لوبغالي ته راکښته شو، پدې وخت کي د سويلي افريقا د منډو اوسط د ۸ په شاوخوا وو.
د ۳۶۰ درجې کرکټر د لوبې پيل په خورا جالبو شاټونو سره وکړ، لوبې ته يې بل رنګ ورکړ، د ۳ شپږيزو په مټ يې وکولای شول چې په ۲۸ توپونو ۶۹ منډې ترسره کړي.
د سويلي افريقا له لوري د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۹۶ منډو ترسره کول انګلينډ ته هم د قوي جګړې انګېزه ورکړه، خو انګلينډ دغه لوبه د دريو منډو په توپير وبايلله، سويلي افريقا نيمه پايلوبه کې پاتي شوه، خو انګلينډ نور له سياليو بهر شو.
ډيويلرز د خپلې غوره توپوهنې په خاطر د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
۲ـ په ۲۰۱۶ز کال کې د انګلينډ په وړاندې ۷۱ منډې
۲۰۱۵-۱۶ز کال کې د انګلينډ او سويلي افريقا ترمنځ د شل اووريز سيريز وروستۍ لوبه وه، په داسې حال کي چې د ټيسټ سيريز ۲-۱ انګلستان ګټلی وو، د يو ورځنيو لوبو سريز ۳-۲ سويلي افريقا ګټلی وو، د شل اووريزو ۲ لوبو د سيريز لومړۍ لوبه هم سويلي افريقا ګټلې وه.
دويمه وروستۍ لوبه وه او انګلينډ غوښتل ترڅو لوبه وګټي حد اقل سيريز مساوي پای ته ورسوي.
لومړۍ توپوهنه انګلستان ترسره کړه او ۱۷۱ منډې هدف يې سويلي افريقا ته وټاکه، جوزبټلر ورته ۵۴منډي، لوبډلمشر ايوين مورګان او جوی روټ هم غوره لوبه ترسره کړه.
د سويلي افريقا اوپنرانو ای بي ډيويلرز او هاشم املا د خپلې لوبډلې لپاره خورا تېز پيل وکړ، او ای بي په پوره بې رحمۍ سره د انګلينډ توپ اچوونکي په وېره کي واچول.
ډيويلرز په نهم اوور کې خپله ویکټ له لاسه ورکړه، خو ده په ۲۹ توپونو ۷۱ منډې ترسره کړې وې او په دې وخت کې سويلي افريقا يوازې ۴۷ منډو ته اړتيا درلوده.
ای بي په ليګ سايډ، ډيپ سکوار لېګ، ميډ ویکټ او ميډ ان کژ يو ځل بيا ۳۶۰ درجې توپوهنه ترسره کړه.
د لوبي ۵.۲ اوورونه پاتې وه چې سويلي افريقا دغه لوبه وګټله.
ای بې ډيولرز د خپلي غوره توپوهنې له کبله د لوبې غوره لوبغاړی وشمېرل شو.
۳ـ په ۲۰۰۹ز کال کې د سکاټلنډ په وړاندې ۷۹ منډې
په ۲۰۰۹ز کال شل اووريز نړيوال جام کې د سويلي افريقا لومړنۍ لوبه د سکاټلنډ سره د لندن په کنينګ ټاون لوبغالي کې وه، په معمول ډول کله چې به ای بي ډيولرز توپوهنې ته راتلی نو افريقا به په قوي حالت کې وه.
ډيويلرز د خپل راتګ سره سم په شپږيزو او څلوريزو پيل وکړ او سکاټلنډي توپ اچوونکي يې دېته پرې نښودل چې دی په اسانۍ سره راوګرځوي.
سويلي افريقا وکولای شول چې د ۵ لوبغاړو په سوځېدلو سره سکاټلنډ ته د ۲۱۱ منډو هدف ورکړي، چې دا په ټول ټورنمينټ کي لوړ هدف پاتې شو.
اې بي په يوازې ۳۴ توپونو ۷۹ منډې ترسره کړې، ۵ څلوريزې او ۶ شپږيزې لا تر اوسه د سکاټلنډيانو په ياد دي.
په ځواب کې سکاټلنډ د ټورنمينټ تر ټولو لږ ۸۱ منډې ترسره کړې او له ټورنمينټ څخه بهر شو ( دوی مخکي خپله لوبه د نيوزلينډ په وړاندې هم بايللې وه).
هيڅ بل لوبغاړی ونه توانېد چې د ای بي په شتون کې د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ترلاسه کړي.
۴ـ په ۲۰۱۶ز کال کې ۶۴ منډې د افغانستان پر وړاندې
سويلي افريقا د ۲۰۱۶ز کال شل اووريز نړيوال جام پيل د انګليستان څخه په ماتې خوړلو سره وکړ، خو دويمه لوبه يې په همدې ممبي کي د افغانستان سره وه.
د سويلي افريقا لپاره ډيکوک او ډوپلسيز غوره توپوهنه نندارې ته وړاندي کړه او لوبډله يې غوره حالت ته راويستل.
خو وروسته افغان توپ اچوونکو دوی له خطر سره مخ، او څو مهم لوبغاړي يې وسوځېدل.
اې بي ډيويلرز د لوبي په ۱۲ اوور لوبغالي ته راکښته شو، دده په راتګ سره د افغان توپ اچوونکو حالت خراب شو، په يوه اوور کي د راشد خان څخه د ۲۹ منډو اخيستل يې يوه ښه بيلګه ده.
ده وکولای شول چې په ۲۹ توپونو ۶۴ منډې ترسره کړي، خو نړيوال الراونډر محمد نبي ورته د نورو منډو اجازه ورنکړراو له لوبغالي څخه يې د وتلو لار وروښوده.
سويلي افريقا افغانستان ته د ۲۰۹ منډو هدف ورکړ، خو افغانستان هم د شهزاد محمدي په غوره توپوهنې سره چې په ۱۹ توپونو يې ۴۴ منډې ترسره کړې، جګړې ته دوام ورکړ، خو لوبه سويلي افريقا په ۳۷ منډو وګټله.
که څه هم د سويلي افريقا د بريا مهم فکټور ای بي وو، خو د لوبې غوره لوبغاړی ونه نومول شو.
۵ـ په ۲۰۱۲ز کال کې د سريلانکا پر وړاندې ۳۰ منډې
د ۲۰۱۲ز کال شل اووريز نړيوال جام د C ګروپ وروستۍ لوبه سويلي افريقا د کوربه لوبډلي سريلانکا سره وه، پداسي حال کې چې دواړو لوبډلو مخکې لا ۸ غورو لوبډلو ته لارپيدا کړې وه.
د لوبې پچه سريلانکا وګټله او د توپ اچوونې پرېکړه يې وکړه، خو لوبه لا د باران له کبله نه وه پيل شوې.
د باران اورښت ډېر وخت په بر کې ونيوی نو ځکه لوبڅارانو لوبه يوازې ۷ اوورونو ته را لنډه کړه.
سويلي افريقا په ۳ اوورونو کې د ۲ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۷ منډې درلودلې چې اې بي ډيويلرز لوبغالي ته راکښته شو.
ډيويلرز په څلورم اوور کي لوبه پيل کړل او په همدې اوور کې يې دوه شپږيزي ترسره کړې.
ده په ۱۳ توپونو ۳۰ منډي وکړې او سويلي افريقا وتوانېدل چې په ۷ اوورونو کي د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره سريلانکا ته ۷۸ منډې هدف ورکړي.
سريلانکا په ۷ اوورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره ۴۶ منډې ترسره کړې، لوبه سويلي افريقا وګټله.
اې بي ډيويلرز د لوبې غوره لوبغاړي جايزه وګټله.