رښتینولي او مهموالی یې

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

ژباړه: حمیدالله حمیدي
وېرېږم، له هغه څه نه چې خلک یې زما په اړه فکر کوي.
وېرېږم، چې ملګري به مې ورټي.
وېرېږم، چې مور او پلار به مې د کارونو ستاینه ونه کړي.
وېرېږم، ځکه مې تل هر څه پټ کړي دي او زه پټ شوی یم. هغه څه به مې چې کول، په اړه به مې یې فکر کاوه او احساسول به مې پټول مې. یوازې زه داسې نه یم، بلکې زموږ ډېری له دې وېرې سره مخ دي. که په دې اړه څه ونه هم وایو ، بیا مو هم د ژوند یوه برخه پټه او مرموزه ده.
ډېری کسانو یوازې خپله د فیسبوک نړۍ ښکاره کړې ده. د خوښۍ، خوشالۍ او تفرېح ورځې او په ټوله کې د خپل ښه ژوند مخ یې پټ کړی دی. ځکه د دې ټول برملا کول مېړانه غواړي او د هر چا د وس خبره نه ده. خو زما د دېرشو کلونو تجربو دا راته وښوده، چې باید په ډار او وېره کې ژوند ونه کړم. کله مو چې ډار و پېژندو، بیا کولی شو یوې خواته یې پرېږدو، مېړانه خپله کړو او د ځان لپاره یو ریښتینی ژوند انتخاب کړو.
ایا د ریښتینوالۍ مېړانه لرئ؟
ریښتینوالي مېړانه غواړي.که صداقت په ریښتیا غوره سیاست وي، نو بیا ولې دا دوکې موجودې دي؟ کله چې له موږ سره په ځینو وړو شیانو کې یو څوک صادق نه وي او دغه کړنه یې راته بې احترامي ښکاري، بیا ولې خپل ماهرانه درواغ او دوکې توجیه کوو؟
که موږ له نورو تمه لرو، چې باید دا مېړانه ولري، چې په هر څه کې را سره صادق اوسي، نو بیا زموږ دوکې او درواغ له مقابل اړخ سره یو ډول بې ابرویي نه ده؟
کېدای شي اوس د دې وخت را رسېدلی وي، چې له ځان سره سوچ او فکر وکړو چې ایا صداقت تر ټولو ښه سیاست نه دی؟«سِر والتر اسکات» وایي، نورو ته فرېب ورکول، داسې دي لکه له خپل ځان څخه چې جال تاوو.
موږ تل د خپلې ریښتینولۍ لپاره بیا هم دروغ وایو. د ریښتیني ښکارېدو لپاره باید دروغ ویل یوې خواته کړو او ډډه ترې وکړو. موږ د دې لپاره چې حقیقت پټ کړو پر ځان څومره فشار راوړ د بېلګې په توګه ځکه حقیقت نه وایو چې:
غواړو د مقابل کس احترام او غرور ساتل شوی وي.
ریښتیا نه وایو، ځکه چې نور به زموږ په اړه څه فکر کوي.
ریښتیا نه وایو، ځکه چې نورو به مو نظر او فکر غلا کړي او ګڼ نور دلیلونه او توجیه ګانې لټوو، چې دغه ټول موږ تر یو ډول فشار لاندې راولي او خپل زړه په زړه کې خورو.
کله چې موږ غواړو خپله یوه کړنه توجیه کړو، له ځان سره خو ښه پوه یوو، چې ښه کار نه کوو. بهانې کول په موقتي ډول د انسان ذهن تسکینوي، پام مو وي، په وجود کې د ننه مو یو ډول تناقض رامنځ ته کوي، چې پایلې یې ډېرې خطر ناکې دي. کله چې موږ قصدآ دغه کار کوو، د خپلو اخلاقیاتو پر یوې لویې برخې تجاوز کوو.
تامِس جفرسِن وایی« ریښتینولي د عقل لومړنی کتاب دی.»
د خپلې هرې ناروا کړنې توجیه کول په دې مانا دي چې موږ ځان ته دروغ وایو. کله چې نور موږ ته دروغ وایي، فکر کوو چې توهین یې راته وکړ، ځکه یو چا ته دروغ ویل په دې مانا دي چې ورته احترام نه لرې، نو ایا د دې ارزښت لري، چې په دې کارونو سره ځان ته بې احترامي وکړئ.
ریښتیني اوسېدل کلکې مېړانې ته اړتیا لري. ځکه ریښتیا ویل، ډېر کله د سړي پر زیان وي، خو تر ټولو ښه خبره دا چې مسوولیت منونکی یې اموخته کوي، کله چې مسوولیتونه پر خپل وخت تر سره کړئ او ویې منئ، هغه ده چې دروغو ویلو ته نه اړ کېږئ.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.