لیکوال: الیسون فینی-هارت
د شهیر ژباړه
برېتانوی میلیاردر ریچارد برانسون ۱۶ کلن و چې ښوونځی یې پرېښوود او د یو ملګري په مرسته یې د (زده کوونکي) مجله را وایستله.
نوموړي وروسته په ۱۹۷۰ کلونو کې د ( ویرجین ریکارډ) په نوم یوه کمپنۍ تاسیس کړه. دی د ویرچین ګروپ مشر هم دی. برانسون په ۱۹۸۰ کال کې د ( ویرجین اتلانتیک) په نوم یو هوايي شرکت هم رامنځته کړ. په نویمه لسیزه کې یې نړۍ د ( ویرجین موبایل) او (ویرجین ټرېن) شاهده وه.
نوموړی د برېتانیا له بریالیو سوداګرو او کار پنځوونکو څخه دی. د نوموړي تر ټولو نوې پروژه ( ویرجین ګلکتیک) ده چې هیله من دی د فضايي ګرځندوی پر یوه شرکت واوړي.
دا تاسې او دا هم د بریالیتوب لپاره د برانسون لس غوره درسونه:
۱- خپلې هیلې تقعیب کړی او پر ځان شک مه کوئ
په خپلو هیلو پسې ولاړ شئ، پر ژوند او داسې شیان ځان بوخت کړی چې درته جالب او په زړه پورې دي. که غواړی چې کار و بار پیل کړئ، ځان ډاډه کړئ چې کار مو د داسې سرګرمۍ یا موضوع اړوند دی چې تاسې ته راښکون لري.
په دې ډول به غوره ژوند ولرئ. د کار له ترسره کولو مو موخه باید یوازې د پیسو پیدا کول نه وي. فکر کوم ډېری وګړي ښې مفکورې او ایډیاوې لري؛ خو ډېر لږ خلک ځي او واقعا خپلو ایډیاوو ته د عمل جامه ور اغوندي.
ډېر شمېر خلک فکر کوي چې تر ده وړاندې نورو خلکو هم دغه کار ترسره کړی، یا هم دا چې هېڅ وخت نه شي کولای د کار د ترسره کولو لپاره اړتیا وړ پیسې ترلاسه کړي او یا هم وايي په ژوند کې باید ګواښ و نه مني.
بلاخره یوازې هغه کسان د یوه ښه او ارزښتمن ژوند چانس ترلاسه کوي چې وايي همدا اوس ځم او دغه کار ترسره کوم.
۲- یو مثبت بدلون رامنځته کړئ او یو غوره کار ترسره کړئ
که غواړې چې یو کارپنځونکی و اوسې، لومړنی لازمي شی دا دی چې ته باید ایډیا ولرې، داسې ایډیا چې وکولای شي د نورو په ژوند کې مثبت بدلون رامنځته کړي. کار و بار یعنې همدا.
که د کار و بار څښتن یې، په داسې موقعیت کې یې چې کولای شې په نړۍ کې لوی بدلونونه رامنځته کړې.
زما په نظر دا د یوه شرکت د کارکوونکو لپاره هم غوره ده چې په یوه داسې شرکت چې پوهېږي په نړۍ کې مثبت بدلونونه رامنځته کوي، له کار کولو څخه لذت یوسي.
۳- پر خپلو ایډیاوو باور ولرئ او په خپلو کارونو کې تر ټولو غوره و اوسئ
تاسې باید حتما پر خپلو ایډیاوو باور ولرئ. که یو څوک د هغه کار پر وړاندې چې ترسره کوي یې ښه احساس و نه لري او افتخار ورباندې و نه کړي، د هېڅ کار لپاره هم انګېزه نه پیدا کېږي.
باید د هغه کار لپاره چې غواړې یې ترسره یې کړی شدیده لېوالتیا ولرئ او د دې ترڅنګ وکولای شی چې نور هم له هغه سره لېوال کړی. که یوه ایډیا ریښتیا غوره ایډیا وي، باید وکولای شې چې په دوو یا دریو جملو کې یې توضیح کړی، دوې یا دری جملې د لیک د پاکټ پر مخ ځایېږي. که ما فکر کړی وی چې نور هوايي شرکتونه زما تر هوايي شرکت غوره دي، ما ته د هغه د رامنځته کولو لپاره هېڅ دلیل نه پاتې کېده. باید ډاډه شی د هغه کار ټول اړخونه چې تاسې یې غواړی ترسره کړی ستاسې تر رقیبانو غوره دي.
۴- خوند واخلئ او د خپل ټیم خیال مو وساتئ
زه سلو په سلو کې باوري یم چې له کار څخه خوند اخیستل خورا ډېر مهم دي، که له کار څخه خوند نه شی اخیستلی، دقیقا هغه وخت رارسېدلی چې باید د یوه بل کار په لټه کې شی. له رییسه تر عادي مامورینو ټول باید له کاره خوند واخلي، تر څو په زړه پورې کاري فضا رامنځته شي.
ډاډه ترلاسه کړی هغه کسان چې ستاسې شرکت اداره کوي، خلکو ته ډېر اهمیت ورکوي، د افرادو غوره اړخونو ته دقت کوي او د نیوکې پر ځای کارکوونکي هڅوي. انسانان له ګلانو سره ډېر توپیر هم نه لري. که یوه ګل ته اوبه ورکړی غوړېږي او که یې ور نه کړی وچېږي او مري، زه باوري یم چې انسانان هم همداسې دي.
۵- بېغمه مه کېنئ
نه بېغمه کېدل خورا ډېر اهمیت لري. په هغو ماجراوو کې چې زه ورسره مخ شوی یم، مثلا هغه وخت چې غوښتل مې د (بالون) په وسیله له ارام سمندر نه تېر شم، ډېر داسې موقعیتونه و چې په هغو کې د ژوندي پاتې کېدو امکان خورا لږ و.
د کارپنځونه هم له ماجراجویۍ سره بې ورته والي نه ده. تاسې به له ډېرو داسې موقعیتونو سره مخ شی چې مخ او شاته ته د تګ لاره و نه لری او باید شپه او ورځ کار وکړئ، تر څو په هغو ستونزو چې د شرکت د پرمختګ پر وړاندې خنډ دي غالب شی. تر دې یوه ورځ وروسته ځان چمتو کړئ او د نورو کارونو پر لور ورځئ.
فکر کوم له ماتو سره د مخ کېدو په برخه کې بریالی یم، ډېرکله نه پرېږدم چې ذهن مې تر یوه یا دوو ساعتونو ډېر مشغول کړي او هر څه مې چې په توان کې وي د تېرو وختونو د تېروتنو د مخنیوي لپاره یې ترسره کوم.
۶- ګڼ لېستونه برابر کړی او د ځان لپاره نوې چلنجونه رامنځته کړئ
زه د ځان لپاره ډېر لېستونه برابروم، ځکه فکر کوم وړو جزیاتو ته پام دی چې یو استثايي شرکت له یوه معمولي شرکت څخه بېلوي. جزیات خورا مهم دي او زه فکر کوم د ځان لپاره د نویو اهدافو او چلنجونو ټاکنه هم مهمه ده.
باوري یم چې د کال لومړۍ شپې ورځې د یوه کال لپاره د خپلو اهدافو د لیکلو ښه وخت دی. که مو ځانونه سازماندهي نه کړی او هغه څه چې غواړی یې ترلاسه یې کړی و نه لیکی، د دې ګواښ شته چې وخت به مو له منګولو تښی وي او ډېر څه به مو نه وي ترلاسه کړي.
۷- د کورنۍ لپاره مو وخت ځانګړی کړئ او نورو ته د چارو سپارل زده کړئ
د یوه کار پنځوونکي په توګه لومړی او خورا مهم کار چې باید په لومړي سر کې یې ترسره کړی، نورو ته د چارو سپارلو د هنر زده کول دي. داسې کسان پيدا کړئ چې د شرکت په ورځنیو چارو کې تر تاسو غوره وي او په دې توګه خپل وخت پر مهمو موضوعاتو د فکر کولو او له کورنۍ سره د وخت تېرولو ته پرېږدئ، په ځانګړي ډول که بچیان لری د دغه کار ترسره کول خورا مهم دي. دوی یوازینی شی دي چې کله تاسې ځی له تاسې پاتې کېږي.
زه پوهېږم چې یو موقتي کارپنځوونکی یم، ولې ډاډه نه یم چې کېدای شوای زه یو ښه مدیر هم شم. زما ذهن تل په راتلونکي فکر کوي او د نویو توکو په جوړولو فکر کوم. فکر کوم مجردې مې چې کار پیل کړ باید د پرمخ بېولو لپاره یې بل چاته وسپارم. کولی شم چې ولاړ او راشم او کارکوونکو ته دردسر جوړ کړم؛ خو غوره ده چې ورځنۍ چارې بل چاته وسپارم.
۸- تلوېزیون مو مړ کړئ، بیرون ته ولاړ شی او یو کار ترسره کړئ
موږ خپلې مور داسې و روزلو چې ولاړ شو بېرون ته او د ځان لپاره کار وکړو، نه دا چې کینو د نورو کارونه او تلوېزیون وګورو. زما په باور دا ښه روزنیزه لاره وه. زه خپل ډېر وخت له خپلو زامنو سره د کارائیب په جزیرو کې تېروم او هلته موږ هېڅکله تلوېزیون نه ګورو.
نکر جزیره هغه ځای دی چې زه هلته ځان له بیروني نړۍ څخه بېلوم او کولای شم چې خپلې اندېښنې هېرې کړم. خو هغه کارونه چې زه یې ترسره کوم زما په اند دومره راښکونکي، با ارزښته او له هیجانه ډک دي چې هېڅ وخت نه غواړم په بشپړ ډول یې هېر کړم. ځکه زه ځان په یوه قدرتمن موقف کې وینم او نه غواړم چې دغه موقعیت له لاسه ورکړم.
۹- څوک چې ستاسې په اړه بد وايي، ورته وښيئ چې تېروتنه کوي
ځینې داسې خلک شته چې د بریالیو کسانو په جامو پورې زانګي او هڅه کوي چې د هغوی د نوم له لارې څو کتابونه وپلوري. چندان په زړه پورې نه دي، خو پوهېږی چې که له هغوی څخه شکایت وکړی یا غوغا جوړه کړی، یوازې د کتاب پلور به یې ډېر کړی. له همدې کبله مې دغه ډول خلکو ته د ارزښت نه ورکولو هنر زده کړی دی.
زما په نظر غوره کار دا دی چې په هر ډول کېدای شي د هغوی خبرې باید دروغ ثابتې شي. د بېلګې په توګه د تام باور اثر ( برانسون؛ د پردې تر شا) وايي چې زموږ فضايي پروګرام عملي نه دی، موږ به سږ کال د نوموړي د دې ادعا دروغوالی ثابت کړو.
۱۰- هغه کار ترسره کړئ چې مینه ورسره لری او په پخلنځي کې یو مبل ولرئ
تاسې یوازې یو ځل ژوند کوی، نو که زه وی، داسې کار به مې کړی و چې له هغه څخه مې خوند اخیسته. زما له خولې چې په کرائیب کې د یوې جزیرې مالک یم د دې خبرې کول ښايي د باور وړ نه وي، خو موږ چې کله جزیرې ته ځو خپل ډېر وخت په پخلنځي کې تېروو. حقیقت دا دی تر څو چې تاسې په پخلنځي کې د یوه مبل لپاره ځای لری او داسې مېرمن چې مینه ورسره کوی، د ژوند د نورو ملحقاتو لپاره اړتیا نه لری.
نو که په داسې کار بوخت یاست چې له هغې سره شدیده علاقمندي لری، ډاډه اوسی چې له مزو د ډک ژوند څښتنان به شی. خو که یوازې د پیسو لپاره کار کوی، هله نو بیا د دغه ډول یوه ژوند تمه بې ځایه ده.