په هر څه کې هنر په کار دی؛ د تنخوا لوړیدو لپاره 9 دلایل زده کړئ

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

ژباړه: حمیدالله حمیدي
کلمات زموږ د افکارو ښکارندویي کوي او زموږ احساسات بیانوي؛ خو غوره ده د هر موقعیت لپاره له ځینو مناسبو او مسلکي کلمو استفاده وکړو. کېدای شي په ډېرو فلمونو کې مو لیدلي وي، چې د فلم اتل د څو کلمو په ویلو سره، څه ډول ټول پر خپل ځان را ماتوي، څو خپلې موخې ته ورسېږي.
فکر وکړئ موږ هم دغه ډول واک او ځواک لرو، چې د ادارې رئیس یا مدیر پرې قانع کړو، څو د تنخوا لوړېدو په اړه زموږ غوښتنې ومني.

له بده مرغه په رښتینې نړۍ کې دا ډول کلمات هېڅ پایله نه لري، خو یو څه ته مو باید پام وي، چې د هر څه د تر سره کولو لپاره یوه غوره لار هم شته. د
دلته مو د هغه ټکو یادونه کړې، چې پر ځان مو باور زیاتوي او کولای شي، هغه موخې ته مو یو څه ور نږدې کړي، چې د خپلې خوښې تنخوا یې بولو. که دا ځل له کومې کاري مرکې سره مخ شوئ، ګټه ترې واخلئ او پایله به یې هم ترلاسه کړئ:
۱- له تاسو سره په کار کې د خوښۍ احساس کوم
ډېری کسان د تنخوا ټاکلو مذاکرې ته د یوې جګړې په سترګه ګوري. کارکوونکي هڅه کوي، چې د خپلې خوښې تنخوا ورته وټاکل شي، خو د کار خاوند بیا په دې هڅه کې وي، چې د شرکت پانګه کمه نه شي او په کمه تنخوا ښه کارکوونکي وګماري.
په همدې دلیل، ډېر کله دغه ډول مشاجره هېڅ پایله نه لري. د تنخوا پر سر چانې وهل هغه بهیر دی، چې پایله یې ډېر وروسته کارکوونکي او د کار خاوند ته په لاس ورځي. دواړه خواوې له وړاندې ذهناً دې چانو وهلو ته تیارې وي، خو ورو، ورو باید له هغو مواردو تېر شو چې اهمیت یې کم وي.
۲- زما د څېړنو له مخې…
په دې برخه کې سپارښتنه کېږي، چې کارکوونکی باید د کار خاوند ته یو څه لوړ ارقام وړاندې کړي، څو د مذاکرې لپاره لار هواره شي، خو داسې نه چې وچ په وچه ورته یو ټاکلی رقم ووایي. خپلو وړتیاوو ته په کتو باید دغه کسان په پټه د خپل ځان په اړه څېړنه وکړي. (زما د څېړنو له مخې…) عبارت کارول ددې معنی ورکوي، چې تاسو په دې برخه کې ځینې معلومات راټول کړي او د تنخوا پر سر غونډې ته له پوره تیاري سره راغلي یاست. ګڼې وېبپاڼې شته چې ددې برخې د مهارتونو په لوړولو کې درسره مرسته کولی شي.
۳- د کار بازار
کله چې د تنخوا لوړېدو وړاندیز کوئ او په دې برخه کې ستاسو خبره تر څېړنې رسېږي، نو د کار بازار ته هرو مرو فکر وکړئ. وګورئ، هغه وړتیاوې چې تاسو یې لرئ، د کار په بازار کې ورته څومره اړتیا لیدل کېږي؟ د هماغو پر اساس بیا په اسانۍ د خپل معاش د زیاتېدا غوښتنه او دلایل وړاندې کولی شئ.
۴- ارزښت
له ارزښت څخه موخه دا ده، چې تاسو د کار د څښتن لپاره څه کولای شئ. د کار د څښتنانو له انده هر کارکوونکی دوه اصلي دندې لري:
۱- د عوایدو زیاتوالی
۲- د شرکت ارزښت لوړول
هڅه وکړئ، د مذاکرې پر مهال ددې یادونه وکړای شئ، چې څه ډول کولی شئ د شرکت ارزښت لوړ کړئ. دا هم ووایئ چې د شرکت د عوایدو لوړولو لپاره کوم پروګرامونه لرئ. دغه څه د کار پر څښتن اغېز کوي او په ډېرې اسانۍ کولای شئ د خپلې خوښې کچه پرې ومنئ.
۵- د ورته کارکوونکو په پام کې نیول
ډېری متخصصین ددې سپارښتنه کوي، چې د نورو د تنخوا په اړه باید ونه پوښتل شي، خو د تنخوا ټاکل کېدو او یا د دندې اخیستو په لومړي سر کې شرایط لږ څه توپیر لري. ښه ده چې د مذاکرې له مخې د کارکوونکو د معاشونو په اړه یو څه څېړنه وشي. کېدای شي ستاسو او نورو کارکوونکو کاري تجربه یو څه توپیر هم ولري. ښه خبره دا ده، چې دغه کار یو څه په غیر مستقیم ډول ترسره شي. که په شرکت کې کوم نېږدې ملګری لرئ، له هغه یې وپوښتئ.
۶- آیا دغه کچه په راتلونکې کې د بدلون وړ ده؟
د لوړې تنخوا د ټاکل کېدو یوه ښه لاره دا ده، چې د کار له څښتن څخه د راتلونکې په اړه وپوښتل شي. دغه څه ددې ښکارندویي کوي، چې تاسو له دې دندې سره مینه لرئ، خو د شرکت یا ادارې د مشر له لوري له وړاندیز شوي معاش سره جوړ نه یاست. دا مهال ستاسې موخې ته د کار د څښتن پام کېږي او ښایي د معاش دغه کچه لوړه کړي.
۷- زړه مې نه غواړي له نورو شرکتونو سره دنده ترسره کړم
دغه خبره ددې ښکارندویي کوي، چې دغه شرکت مو خوښ دی او له یو څه نورې مذاکرې وروسته ښایي هوکړې ته ورسېږئ. د مذاکرې پرمهال دا روښانه کړئ، چې ولې غواړئ په دې شرکت کې کار وکړئ. معنی دا چې په دې ډول خپلې وړتیاوې روښانه کړئ.
۸- اجازه راکړئ، ستاسو پر وړاندیز لږ فکر وکړم
ان که مو له خپلې خوښې او سویې لوړ وړاندیز هم ترلاسه کړ، لږ ځنډ وکړئ. د لومړي کاري وړاندیز پر مهال لومړی عبارت چې باید ویې کاروئ دا دی چې ووایئ؛ اجازه راکړئ لږ فکر وکړم. دغه عبارت څو ښېګڼې لري: لومړی دا چې تاسو وخت پیداکوئ، چې د وړاندیز ټول اړخونه وارزوئ. دویم دا چې خپل نور موضوعات هم ورته د ایمېل له لارې واستوئ. ډېری کسان غواړي خپل وړاندیزونه له مقابل لوري سره د ایمېل له لاري شریک کړي او ددې کار ګټه دا ده، چې تاسو کولای شئ پرته له دې چې د مقابل لوري تر اغېز لاندې راشئ، خپل وړاندیزونه ورسره ټکي په ټکي شریک کړئ.
۹- مننه کوم
دغه مهال مننه کول، په مقابل لوري پوره اغېز پرېباسي. له مذاکرې ورسته هرو مرو له مقابل لوري د زړه له تله مننه وکړئ. ورته ووایئ:((دا چې ماته مو وخت راکړ مننه کوم.)) دغه څه ددې ښکارندویي کوي چې تاسو پخپل مسلک کې پوره رسېدلي یاست. مننه، نه یوازې د ادب نښه ده ، بلکې مقابل لوری اړباسي، چې تر ډېره ستاسې غوښتنې پوره کړي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.