پاکستان د یو ورځنویو لوبو لوبلړۍ کې هم ماتې وخوړه

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

لیکنه: عزت الله احمدزی
د پاکستان او جنوبي افریقا کرکټ لوبډلو ترمنځ د ټسټ، یوې ورځنیو او۲۰ اورونو لوبو لوبلړۍ روانې دي تر دې دمه پاکستان ټست او د یو ورځنیو لوبو لوبلړۍ بایللې دي.
پنځمه یو ورځنۍ لوبه چې د لوبډلمشر سرفراز احمد په نشتون کې تر سره شوه، د لومړي وار په کولو سره پاکستان سیالې لوبډلې ته د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره په ۵۰ اورونو کې د ۲۴۱ منډو هدف وټاکه چې پکې ترټولو زیاتې، په ۷۳ توپونو ۷۰ منډې فخر زمان کړې وې.
د جنوبي افریقا لوبډلې یاد هدف په ډېرې اسانۍ سره یوازې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره په ۴۰ اورونو کې پوره کړ او له پاکستان څخه یې د یو ورځنویو لوبو لوبلړۍ هم وګټله. د لوبې غوره لوبغاړی ډي کوک شو چې په ۵۸ توپونو یې ۸۳ منډې وکړې.
سرفراز احمد ولې په لوبه کې نه و؟

سرفراز احمد ځکه په لوبه کې نه و، چې د تېرې شنبې په ورځ د جنوري۱۹مه د پاکستان او جنوبي افریقا ترمنځ یوې لوبې کې مخالف لوبغاړي اندیلي فیلکوایو ته په اردو کې تور پوست ویلي و. دا خبره د ویکټو په بیخ کې اېښودل شوې کیمرې ریکارډ کړې وه چې بیا یې په خپریدو سره په ټولنیزو رسنیو کې هم د کرکټ د مینوالو ترمنځ بېلابېل غبرګونونه پارولي وو. که څه هم سرفراز احمد د خپل ټویټر په ټویټ کې له خپلو مینوالو او هم مخامخ له دغه لوبغاړي رسمي بخښنه وغوښتله خو د کرکټ نړیوالې شورا آي سي سي د نژادي توپیري څرګندونو له کبله سرفراز احمد پړ اوباله او له څلورو یوې ورځنیو نړیوالو لوبو څخه یې بند کړ.
د سرفراز په شتون کې هم د دوی لوبډله د افریقا کرکټ لوبډلې پروړاندې له ماتو سره مخ شوې خو نشتون یې لا ددې لامل شو چې د یو ورځنویو لوبو لوبلړۍ کې هم ماتې وخوري.
دا چې پاکسان د ټسټ او یو ورځنویو لوبو لوبلړۍ بایللې اوس یې یوازې سترګې شل اوریزه لوبو ته دي. ټاکل شوې د پاکستان او جنوبي افریقا کرکټ لوبډلو ترمنځ لومړۍ شل اوریزه لوبه د فیبرورۍ په لومړۍ نیټه ترسره شي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.