د کرکټ نړیوالې شورا د کلیوالي کرکټ، جنجالي او ډیرې خپریدونکې ویډیو په اړه پریکړه وکړه

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

د کرکټ نړیوالې شورا د هغه ویډیو په تړاوو پرېکړه وکړه چې د څو ورځو راهیسي د ټولنیزۍ میډیا د کارونکو تر منځ لاس په لاس کیږي.
په دغه ویډیو کې ښکاري چې څو تنه ځوانان د خاورو په پیچ د ټینس بال لوبه کوي او کله چې توپ اچوونکی، توپ وهونکي ته بال کوي او توپ وهونکي دغه توپ لوبوي، نو بال د بیټ په یو څنډه لګیږي، په ځمکه چورلیږي او د پیچ له یوې څنډې بېرته راتاویږي او په ویکټ لګیږي.
دغه ویډیو د ټولنیزې رسنۍ د کاروونکو تر منځ ډیره لاس په لاس شوه.
دغه ډول ځینو نورو به دغه ویډیو پورته کړې وه او تر لاندې به یې د نظر اخېستو غوښتنه هم کړې چې دا لوبغاړی سوځیدلی او کنه.
ویډیو؛:


په دغه ویډيو کې چې د کرکټ نړیوالې شورا پرې اوس پرېکړه کړې څو ځوانان چې غږ یې سم نه اوریدل کیږي، داسې ښکاري چې په اردو ژبه خبرې کوي، په یوه کلیوال کرکټ میدان کې راټول شوي او خپل د کرکټ شوق پوره کوي.
خو دا دومره جالبه ویډیو ده چې د کرکټ هر مینوال ورسره دلچسپي ښيي.
هماغه وه چې په ټولنیزه مېډیا کې تر ښکته پورته کېدو وروسته د کرکټ کوم مینوال دغه ویډیو د کرکټ نړیوالي شورا ته لیږلې او ترې یې د دغه ویډیو په تړاوو د صحیحې پرېکړې د کولو غوښتنه کړې ده.
تېره ورځ په دې تړاوو د کرکټ نړیوالې شورا (ICC) خپله پرېکړه اعلان کړه.
ICC پر خپله ټوئټر پاڼه لیکلي چې د حمزه په نوم یوه کرکټ مینوال دغه ویډیو دوی ته استولې او ترې یې په همدې تړاوو د قانوني پرېکړې غوښتنه کړېده.
خو بدبختانه ښکاره ده چې دغه توپ وهونکی اوټ (سوځیدلی) دی.

په کلیوالي کرکټ کې ډېره کله داسې څه پیښیږي چې د کرکټ د اصولو سره دې برابر نه وي ځکه هغه اصول چې د کرکټ لپاره وي په کلیو او کوڅو کرکټ کې ورته په هماغه اندازه امکانت نه وي برابر چې دې پرې د کرکټ ټول اصول عملي شي.
خو جالبه دا ده چې د کلیوالي کرکټ دغه ویډیو تر نړیوالې کرکټ شورا رسیږي او هغوي بیا د کرکټ د اصولو او قوانینو له مخې خپله پرېکړه کوي.