هغه ډله کسان چې په ملګرۍ نه ارزي

سپینه تجريدي ډیزاین

ژباړه: حمیدالله حمیدي
تاسو په ژوند کې څو ریښتیني ملګري لرۍ؟ له څو کسانو سره په اړیکه کې یاست او د زړه خواله ور سره کوئ؟ ۳۰۰۰ زره؟ ۱۲۰۰؟ ۵۰ تنه، که فکر کوئ ټول در باندې ګران دي، نو تېروتنه کوئ. دا ټول پېژندګلوی کسان په اصل کې ستاسو اصلي دوستان نه شي کېدای، په کوچنۍ خبره کېدای شي ستاسو له دوستۍ لاس واخلي. خو ژوند بل څه دی او د دوستۍ مدیریت بیا تر هغه پېچلۍ مسله ده. د دې لپاره چې زیان ونه وینئ او خوشاله ژوندولری، نو ښه ده چې د ملګرو له نوملړ څخه مو ځینې کسان پاک کړئ.
له موږ سره اوسئ، څو پوه شئ کوم کسان مو باید له ملګرۍ وباسئ :
۱- هغه کسان چې له کچې ډېره سیالي کوي
سمه ده چې ژوند له سیالیو سره مل دی او سالمه سیالي ستاسو او مقابل کس دواړو د پرمختګ لامل کېږي، خو هغه کسان چې ټوله هڅه یې له تاسو سره سیالي کول وي او ستاسو د ملګرۍ پر ځای سیالۍ ته ارزښت ورکوي، اصلا ښه کار نه دی. هغه کسان چې ستاسو پرمختګ نه شي زغملی او هڅه یې دا وي چې له تاسو باید یو ګام مخکې وي، ملګري مه ور سره کوئ، بلکې همدا اوس یې د ملګرو له ډلې وباسئ.
۲- هغه کسان چې منفي لیدلوری لري
هغه کسان چې تل د ګیلاس نیمه تشه برخه ویني او ستاسو هیلې زیانمنوي. دغه کسان په خپلو منفي خبرو کولو سره د دې لامل کېږي چې ستاسو روحیه ووژني. تر دې ملګرو مو هم ژر سور خط را چاپېر ه کړئ.
۳- هغه کسان چې پټ کارونه کوي
په هره اړیکه کې د ځینو پټو کارونو امکان شته، خو کله چې دغه ډول کارونه لږ ډېر شي، نو بیا اړتیا نشته چې ملګرۍ ته ادامه ورکړئ. که تاسو له ملګرو پټ ځینې کارونه تر سره کوئ، دا په دې مانا دی، چې اصلي مو ملګرۍ ته زړه نه دی، هغه د چا خبره، هسې د اوبو شنل دي. په دې برخه کې تاسو خپله لاس په کار شئ، د هغه ملګرو له ملګرۍ لاس واخلئ، چې دوی یې لېوالتیا نه لري.
۴- هغه چې بدو کارونو ته مو هڅوي
که مو ملګری تل بدو کارونو ته هڅوي او دا کارونه ستاسو د پرمختګ مخه نسي، نو ښه ده چې خدای پاماني ور سره وکړئ. د بېلګې په توګه مازیګر د ژبې زده کولو کورس ته ځئ، خو ملګری مو درته وایي، چې د کورس پر ځای باید قهوه خانې ته ور سره ولاړ شئ، یا دا چې غواړئ سګرېټ پرېږدئ، خو ملګری مو یې صفت درته کوي. دغه ډله کسان هم د ملګرۍ ارزښت نه لري.
۵- هغوی چې غیبت کوي او بد رد وایي
هغه کسان چې په نورو پسې بدو رد وایي او غیبت کوي د ملګرۍ وړتیا نه لري. په ډېر احتمال، هغوی په تاسو پسې هم دا ډول خبرې کولی شي. نو هڅه وکړئ، ډېر ژر د دې ډول کسانو له ملګرتیا لاس واخلئ.
۶- ځان غوښتونکي کسان
ډېری ملګري یوازې د ځان په غم کې وي. ځان غوښتونکي کسان، د دې پر ځای چې په ملګرۍ او ستاسو په پرمختګ فکر وکړي، تل د ځان په غم کې وي او د خپلو ستونزو په اړه در سره خبرې کوي. له دې ډول کسانو سره ملګري هېڅ کومه ګټه نه کوي. هغوی اصلا تاسو ته هېڅ ارزښت نه درکوي، بلکې یوازې ځان، خپلې چارې او پرمختګ یې ورته ارزښت لري. نو ښه ده چې خدای پاماني ور سره وکړئ.
یادونه: ښه ملګری مو بریا ته په رسېدو کې در سره مرسته کوي او په هر حالت کې به مو تر څنګ ولاړ وي. پښتو کې متل دی وایي، ملګری په بده یا سخته ورځ معلومېږي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.